بادغيس: طالبانو د کومانډو عسکرو پوځي مرکز نيولی؛ شل عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۰)

د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په يوه مرکز بريد کړی چې په وينا يې دوه ديرش تنه کومانډو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه عملیات تيره شپه د يادې ولسوالۍ په اکازو سيمه کې د طالبانو د ځانګړي ځواک له خوا چې وخت ناوخت د دولتي عسکرو په مهمو پوځي مرکزونو پريکنده عملیات کوي ترسره شوي دي.

طالب وياند یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، د حملې پر مهال یاد پوځي مرکز طالبانو نيولی او د ټولي د قومندان حميدالله شرابي په شمول شل تنه کومانډو عسکر ځای پر ځای وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې پر ځای پراته دي زياتوي دوولس عسکر په ټپي حالت کې تښتيدلي دي.

اوولس ميله بيلابيل ډوله وسلې، څلور د شپې دروبينان ، پنځه کوچنۍ مخابرې او په زیاته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو د نوي کال پسرلنيو (الفتح) عملياتو له پيل راهيسې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې په دولتي عسکرو، چارواکو، پوځي مرکزونو او د بهرنيو ځواکونو په مرکزونو خپلو حملو ته زور ورکړی او ورځ تر بلې د خپل حاکميت سيمه پراخوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button