امريکا او د ترورېزم سرچپه تعبير!!

غورځنګ
دا چې امريکا خپل اعلان شوی جنګ د ترورېزم پر وړاندې نوموي او مقابل خلک ترورېستان بولي، يعنې هغه څوک چې په جګړه کې د امریکا ملاتړي وي هغه په حقه او هغه څوک چې د امریکا پر وړاندې جنګېږي هغه ترورېستان دي.
خو دلته د دې لپاره چې د ترورېزم اصطلاح لا روښانه شي نو د ترور د کلیمې اصلي معنا به راوړو تر څو لوستونکي ښه پرې پوه شي.
د ترورېزم او ترور اصطلاح فرانسوي کليمه ده او په فرانسه کې هغه وخت دود شوه کله چې په اتلسمه پېړۍ کې په فرانسه کې لوی انقلاب رامنځته شو د هغه وخت حاکم فرانسوي دولت به خپل مخالفين په ډېر بې رحمانه ډول وژل، ورکول او يا به يې په ډېر وحشت سره پټو زندانونو ته اچول چې د حکومت دې کارونو او د مخالفينو دا ډول له منځه وړلو ته ترور او په عامه ډول دغه کار ته ترورېزم وويل شو.
په فرانسه کې تقريباً په اتلسمه ميلادي پېړئ کې د څوارلسم لويي پاچا چې شاهي نظام يې درلود؛ پر ضد د ګيتن په نامه واکمن چې اصلاً د پارلمان په رأس کې واقع وو او غوښتل يې چې په فرانسه کې د جمهوري رياست نظام قائم کړي؛ راولاړ شو او بالاخره د برياليتوب تر کچې ورسېده، خو دا چې تر برياليتوب وروسته هم د ده پر وړاندې چلنجونه موجود وو او وخت پر وخت به د شاهي نظام د پلويانو لخوا د جمهوري نظام پر وړاندې له تشدد څخه کار اخيستل کېده نو ځکه جمهوري نظام هم د باغيانو پر ضد د ترورېزم له عمليې څخه کار اخيست.
د دغې اصطلاح لغوي معنا هم وحشت، دهشت، وېره او ډار اچول دي او ويل کېږي چې د فرانسې د انقلاب په دغه وخت کې دغه اصطلاح په دوه ډوله کارېدله چې يو ډول یې دولتي ترورېزم وبلل شو چې دولتي ترورېزم به د دولت لخوا تر سره کېدلو او د حاکم نظام پر وړاندې باغيان به دولت له منځه وړل چې د دولت يا حاکم نظام دغه چارې دولتي ترورېزم ونمول شولې.
بل ډول يې بیا د هغو ډلو لخوا ترورېزم وو کومې چې د حاکم نظام پر وړاندې راولاړې شوې وې او دولتي خلک به يې ترور کول، وژل او نورې نخرې به يې پرې کولې تر څو خپل غچ او انتقام ورځنې واخلي.
په فرانسه کې که څه هم دغه اصطلاح د امريکا په نسبت په منصفانه انداز سره کارېدله ځکه چې د دواړو ډلو وحشي اعمالو ته به ترورېزم ويل کېده مګر امريکا بيا له دغې اصطلاح څخه سرچپه تعبير اذهانو ته ورپېچکاري کوي.
امريکا د سپمتر د يوولسمې له پېښې وروسته چې هر ډول اعمال د مسلمانانو پر وړاندې تر سره کوي د ترورېزم پر وړاندې د برحقې مبارزې نوم ورکوي، په داسې حال کې چې هېڅ ډول توجيه ورته نشي درلودلای.
امریکا په همدا ډول بې بنياده بهانو باندې پر افغانستان، عراق او نورو اسلامي هېوادونو باندې نظامي او فرهنګي يرغلونه وکړل، که چېرته امریکا په پورتنيو يادو شويو هېوادونو کې هر ډول اعمال کوي، کوي يې ځکه چې قالب يې ورته جوړ کړی دی چې همدا د ترورېزم اصطلاح ده او بیا يې مسلمانان واکمنان هم ښه په ځغرده ورسره مني، او خپل ملتونه او مسلمان ولسونه ورته ټکوي.
خو که چېرته په اسلامي ممالکو کې کومه وړه يا لويه ډله د امريکا د ظلمونو پر وړاندې مبارزه پيل کړي او پاڅون وکړي نو بيا په ډېره بې رحمۍ سره لومړی پرې د ترورېست ټاپه لګېږي او وروسته بیا په وحشيانه ډول وژل کېږي په داسې حال کې چې بیا يې به نړۍ کې څوک پوښتنه نشي کولی ځکه چې د امريکا په قالب کې د ترورېست پوښتنه کوونکی او غم خوړونکی هم ترورېست او يا هم له ترورېستانو سره ملاتړ دی.
امريکا د ترورېزم د وحشي اصطلاح تر سيوري لاندې د خپلو کمو ګټو لپاره په ميليون هاوو مسلمانان قرباني کړل او يو پر بل يې ووژل، چې غوره مثالونه يې عربي هېوادونه دي.
عربي هېوادونه طبعاً د نړۍ له نورو هېوادونو څخه د تېلو زياتې ذخيرې لري نو د دې لپاره چې په دغو پرېمانه تېلو باندې امريکا خېټه واچوي او يا هم د دوی په اجازه ترې کار واخيستل شي، نو په عربي نړۍ کې يې د عربو د پسرلي تر نامه لاندې خپل شومو مخو ته د رسېدلو لپاره د عربي حاکمو نظامونو د راپرځولو لپاره د عوامو مظاهرې پيل کړې، د وخت په تېرېدلو سره يې له دغو ډلو سره وسلوالې مرستې پيل کړې، کله يې چې له خپلو نظامونو سره په جنګ واچولې نو بيا يې خپلې مرستې پرې بندې کړې او د خپلو نظامونو رحم او کرم ته يې پرېښودل، چې دا دی اوس يې نږدې ټول يا اکثريت ښارونه په ګنډوالو بدل شوي دي، او لا هم امريکا هڅه کوي چې داسې څوک پکې پاتې نشي چې له دوی څخه د پوښتنې جرأت وکړای شي.
په افغانستان باندې يې هم په بې کاره او پوچو بهانو باندې بريد وکړ چې دا دی له بريد څخه يې تقريباً اتلس کاله پوره کېږي خو هغه تورو نه یې پر افغانانو يې لګول يو يې هم رښتينی نه کړ بلکې نړۍ ته مختورنه شوه ځکه نو اوس غواړي چې خپلې پښې سپکې کړي او ځانته او خپلو کړيو بهانو ته د نړيوالو او خپل امريکايي ولس له شرمه يوه د خټو پوزه جوړه کړي.
او اوس هڅه دا کوي چې د ترورېزم تعريف هم هاغسې پاتې شي کله څنګه چې يې اتلس کاله مخکې کړی و.
ځکه چې که چېرته د ترورېزم تعريف د امريکا د خوښې مطابق شي نو د طالبانو او نورو اسلامي ډلو او تنظيمونو هغه له لاسته راوړنو ډکه او مهدفه مبارزه تر پوښتنې لاندې واقع کېږي او بلکې امريکا به په دې واسطه نړۍ ته خپله هغه جګړه چې د مسلمانانو پر وړاندې يې اعلان کړې ده او اوس هم پکې ښکېله ده؛ برحقه وښيي او نړۍ ته وښيي چې مسلمانان رښتيا هم ترورېستان دي نو ځکه امريکا پسې را اخيستې ده.
او که چېرته ترورېزم په حقيقي معنا باندې وکارول شي او د امريکا وحشيانه يرغلونو ته ترورېزم وويل شي نو بيا به د طالبانو او اسلامي ډلو برحقه مبارزه او داعيه ټولې نړۍ ته برحقه ثابته شي او نړۍ به په دې قائله شي چې د امريکا پر وړاندې د مسلمانانو داعيه او پاڅونونه د دوی مسلم حق دی، نو ځکه امريکا اوس حيرانه ده.
چې د ترورېزم کوم تعريف چې امريکا سرچپه تعبير کړی وو هغه خو اوس نه چلېږي، بلکې اوس يې سرچپه تعبير ټولې نړۍ ته څرګند شو او ټوله نړۍ د امريکا په غداريو او وحشتونو باندې پوه شوه، نو بايد څه وشي؟
او که چېرته د ترورېزم حقيقي تعريف ومنل شي نو د امريکا نړيوالې وحشي څېرې ته سخت زيان اوړي. او ټولې پټې ګټې يې په تاوانونو بدلېږي.



