قطر له امریکا څخه پرمختللې جنګي الوتکې اخلي

کابل ټکی کام(جمعه، ۲۰غوایي، ۱۳۹۸)

امریکا غواړي چې د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت په قطر پرمختللې جنګې الوتکې وپلوري.

د امریکا د دفاع وزارت د امنیتي همکاریو اژانس خبر ورکړی چې امریکا په قطر د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ۲۴ پاچي ډوله الوتکو د پلورلو اجازه ورکړه.

دا تعرضي جنګي چورلکې د نړۍ تر ټولو پرمختللې الوتکې بلل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه یې کانګریس ته هم خبر ورکړی دی.

امریکا چې په قطر دا الوتکې پلوري نو د کانګریس سرخوځول هم ورسره شرط دي او تر ۳۰ ورځو پورې که کانګریس په دې کوم اعتراض وکړ نو ممکن د قطر او امریکا دا قرارداد له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

د قطر هیواد پوځي هوایي ځواک به د دې الوتکو په پلورلو سره له مهمو قوتونو څخه وشمیرل شي.

امریکا ویلي چې په قطر د اپاچي جنګي چورلکو پلورل به په سیمه کوم اغیز او اثر ونکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button