مولوي بسم الله حیدري جان
چه بیت الله ته درېدلې ژړېدلې کنه
غوټې د زړه دې خلاصولې ژړېدلې کنه
چه دې کړو ښکل حجرِاسودپه زړه دې څه تېرېدل
چه دې پرې شونډې لګولې ژړېدلې کنه
له بیت الله نه دې چه وکړل طوافونه بېشمار
چه له کعبې نه تاوېدلې ژړېدلې کنه
چه دکعبې پردې دې ونیولې څه دې ویل
په ملتزم دې اوښکې تللې ژړېدلې کنه
دابراهیم مقام حطیم ته ته چه ورسېدې
تاچه دعاوې هلته کړلې ژړېدلې کنه
چه دطواف په مصلّی کې دې لمونځونه کول
چه دې زارۍ خدای ته کولې ژړطدلې کنه
چه له صفانه ترمروا اوله مروا ترصفا
په منډه منډه باندې تللې ژړېدلې کنه
حیدري جانه له ګناوو داسې باریی کنه
چه دې توبې له زړه باسلې ژړېدلې کنه


















