شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

يوازې له طالبانو څخه د اوربند غوښتل د ناپوهۍ انتها ده!!

محمود نشرونکی: محمود
مې 10, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
218
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

خاکسار

دا چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د مذاکراتو شپږم پړاو هم دا دی بې نتيجې پای ته ورسېدلو، خو تر اوسه يې لا دلائل معلوم نه دي چې ولې د مذاکراتو هر پړاو بې پايلې او بې نتيجې پای مومي خو شنونکي په دې اند دي چې امريکا لا تر اوسه هم په خپلو افکارو خيری او چرک لري او غواړي چې په طالبانو باندې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ومني، او يا هم دا چې خليلزاد لا تر اوسه هم په نړۍ کې د دې لپاره وزر وهي او ګرځي تر څو پر طالبانو نړيوال او يا هم هر اړخيز فشار راوړي او د تسليمۍ لپاره يې چمتو کړي.

مګر خليلزاد هم نور له بار بار دا ډول هڅو ستړی دی ځکه خو نور نو کېدی شي په راتلونکي کې له دا ډول هڅو ناهيلی شي.

خو دلته د خليلزاد په شمول د هغو خلکو د ناپوهۍ يادونه کوو، کوم چې په پوه ناانصافۍ سره له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي.

د مذاکراتو له پيل راهيسې او بيا تر اوسه پورې دا دی نږدې څو مياشتې يې په بر کې ونيولې چې د امريکايانو او د کابل د ادارې بمبارونه او وحشتونه په عام ولس بانې د پخوا په پرتله څو چنده زيات شوي دي او يوازې وحشتونه او بريدونه نه بلکې د مقدساتو توهين او بې درېغه سپکاوی، د غير جنګي ماشومانو او ښځو شهادت، د کورنو، بازارانو، مدارسو، ښوونځيو او نورو اماکينو نړول هغه څه دي چې امريکايانو او ګډو حکومت په وروستيو کې د مذاکراتو له پيل سره سم زور ورکړی دی.

خو دا چې ځينې هغه خلک چې ځانونه انسان پرستان او ملت پرستان بولي او په ټولنيزو رسنيو کې داسې ښيي چې ګواکې تر ټولو ډېر د مسلمانانو او خصوصاً د افغانانو خير غوښتونکی دی او تر ټولو زيات د افغانانو په مرګ باندې خفه کېږي.

خو په عمل کې بيا دومره له ناپوهۍ سره مخ وي چې اصلاً د اوربند، سولې او مذاکراتو تر منځ فرق هم نشي کولی.

بس يوازې اوربند پېژني بس. خو د اوربند په قوانينو باندې بيا هېڅ نه پوهېږي.

دغه دول خلک چې يوازې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي، په هغو حالاتو کې ولې چپ او غلي وي چې د ولسمشر غني د وحشي عسکرو او امريکايي عسکرو په چاپو کې درجنونه بې ګناه او غير جنګي خلک په شهادت رسېږي، ملکي خلک خو لا پرېږده هغه محصلين چې په ښاري پوهنتونو کې زده کړې تر سره کوي او لا هم برحاله زده کوونکي او محصلين وي خو د چاپې پر مهال بيا هم په شهادت رسول کېږی، هغه وخت دغه د افغانانو خواخوږي چېرته وي؟ هغه وخت ولې له امريکايانو څخه د دا ډول جناياتو د بندېدلو غوښتنه نه کوي؟

خو کله چې بيا د همدغو چاپو وحشي عمله په ښاري بېسونو کې د طالب تر ګوزار لاندې راشي نو دغه د افغانانو خواخوږي چې ځانونه بولي، بيا چيغې شوروع کړي چې افغان وژنه ده، طالب بايد اوربند وکړي، طالب بايد د روژې خاطر وکړي، او دې ورته نور توجيهات کوي.

دغه ډول خلکو ته دا معلومات هم نشته چې افغانانو خو په امريکايانو باندې حمله او يرغل نه دی کړی خو امريکا په افغانستان او ا فغانانو باندې يرغل او حمله کړې ده، نو افغانان خو د خپل هېواد د دفاع حق لري، بيا دوی ولې له طالبه د اوربند غوښتنه کوي؟

په داسې حال کې چې له خپل حريم څخه ساتنه او دفاع کول خو حيوانات هم کوي، انسان خو لا پرېږده .

نو چې له خپل هېواد څخه دفاع د طالبانو او افغانانو حق ده، نو بيا اوربند څه معنا لري؟  چې امريکايان له څوارلس زره کېلومټره مسافې څخه د جنګ دومره شوقيان او مينه وال دي چې افغانستان ته راځي او بيا پر افغانانو باندې وحشي چاپې او بمبارونه تر سره کوي او غواړي چې تسليم يې کړي او خپل غربي قوانين پرې عملي کړي، نو چې طالب د خپل ځان، هېواد، دين، ملي نواميسو او مقدساتو دفاع کوي، بيا ولې له غربيانو سره اوربند وکړي؟

د اوربند غوښتنه خو بايد امريکا وکړي، ځکه چې اوس تنګ دي او خپلو وتلو ته لاره پيدا کوي،

نو دغه ډول خلک چې په اوسني وخت کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کوي، ناپوه او د عقل له اړخه کمزوري دي ځکه چې په نا انصافي ډول د امريکايانو بريدونه نه غندي بلکې چپ او غلب پرې پاتې کېږي، خو کله چې طالبان خپل انتقامي بريدونه تر سره کړي نو بيا پرې غوسه وي او په ټولنيزو رسنيو کې نارې وهي چې طالبان بايد اوربند وکړي.

نو دغه ډول خلک بايد په دې پوه شي چې له طالبانو څخه په اوسنيو شرائطو کې د اوربند غوښتنه بې ځايه ده او بايد له عقل څخه کار واخيستل شي، او لومړی بايد له امريکايانو څخه وغوښتل شي چې ولې يې پر افغانانو باندې دومره ستر وحشت ته ملا تړلې ده؟

لوی ټکي: اوربندبمبارونهم‍ذاکراتوحشت
مخکینې مطلب

دحرم زائره!

بل مطلب

د اسلامي نظام ښېګڼې او ورته د مسلمه امت ضرورت!!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com