د اسلامي نظام ښېګڼې او ورته د مسلمه امت ضرورت!!

ثاقب افغان

اسلامي نظام عبارت له هغه نظام څخه دی چې اساس او بنسټ یې په اسلام ولاړ وي، ټول اسلامي احکام د قران سنت،اجماع او قیاس چې فقه یې بولي په رڼا کې عملي شي، دغه خبره طبیعي ده هر کله چې مسلمانان خپل قران ته شاه کړي نو په دغه وخت کې ورباندې نور جبابر حکومتونه  حکومت کوي لکه څرنګه چې اوس یې وینو، اوس کفار کوښښ کوي چې مسلمانو کې دیموکراسي خپره کړي او دا هغه نظام ده چې دین له سیاست نه جلا او بېل بولي، په دغه نظام کې انسان قانون په خپله جوړوي او سره له دې چې موږ ته الله[ج] مقدس قران راکړی، په قران کې د دواړو جهانونو کامیابي نغښتې ده او پوره عدل پکې موجود دی، اسلامي نظام هغه نظام دی چې د انسان قدر خو  پرېږده د حیوان قدر یې لا  هم کړی دی، د بشر حقونه د ښځو حقونه او…دا ټول په هغه معنی پکې موجود دي کوم چې فطرت یې تقاضا کوي او له دوی سره مناسب دي اسلام د ښځو حجاب غواړي چې دا په خپله کفارو ته معلومه ده چې د دې کار په وجه د زیاتو فتنو مخه نیول کېدای شي نو سره له دې چې اسلامي نظام زموږ د ځان، مال، اولاد، ناموس او وطن حفاظت غواړي بیا موږ ولې غافل یو؟ کار ولې ورته نه کوو؟کفار یې په ښېګڼو پوه دي. اخر مسلمان ولې دیموکراسي ته تسلیم شو؟ ولې یې د غلامۍ زنځیر په غاړه کړ ؟ پاڅئ اسلامي نظام راولئ! د قران حکم ته لبیک ووایاست!

 د دې لپاره چې د اسلامي او جمهوري نظامونو تر منځ توپیر لا راته جوت شي نو څو مثالونه به راوړو:

تر ټولو لومړی که چېرته په جمهوري نظامونو کې د جرم محاکمو ته ځير شو نو په کې وبه وينو چې په دغو اوسنيو نظامونو کې چېرته څوک د الله ج د احکامو په خلاف کوم جرم تر سره کړي نو هغه مجرم نه حسابېږي، بلکې په دې نظامونو کې هغه کړنې جرم بلل کېږي کومې چې الله ج يې په کولو باندې امر فرمايلی دی، د مثال په توګه کله چې يو څوک جنايي او يا هم سياسي جرم وکړي نو په جمهوري نظامونو کې مجرم په حوالات نومي ځای کې اچول کېږي چې د حيواناتو غوجل پرې ډېره پاکه او سوتره وي خو په اسلامي نظام کې بيا مجرم د انسان يا قاضي مجرم نه وي بلکې د الله ج مجرم بلل کېږی او هغه سزا ورکول کېږي کومه چې الله ج ورته په خپلو ارشاداتو کې فرمايلې وي،

همداشان په جمهوري او نورو نظامونو کې د يوه جرم موده غزول کېږی او مجرمينو ته تاريخ ورکول کېږي د دې لپاره چې په بار بار يې محکمې ته راغواړي، چې په دې واسطه مجرم بې چاره له ډېرو چارو وځي او بالاخره يې د نظام پر وړاندې د انتقام جذبه راپارېږي، مګر په اسلامي نظام کې د جرم سزا چې څومره ژر کېږي هغومره بې له ځنډه ورکول کېږي تر څو مجرم خپلو ورځنيو چارو ته وزګار شي.

همداشان په جمهوري نظامونو کې چې هر څوک له کوم مسلمانان سره اسلامي همدردي لري او له هغه سره د کوم ظالم پر وړاندې د مرستې لپاره لاسونه وراوږده کړي نو دغه ډول نظامونه يې په هر صورت مخنيوی کوی چې مثالونه يې اوسني جمهوري نظامونه دي، ځکه کوم ظلمونه چې په برما، فلسطين، کشمير، عراق، سوريه، لېبيا، افغانستان او نورو اسلامي سيمو کې روان دي، که چېرته کوم خير غوښتونکی او مرستندوی مسلمان وغواړي چې له خپلو مسلمانانو وروڼو سره مرسته وکړي نو اول يې د خپل هېواد جمهوري نظام يوازې نه دا چې نه يې پرېږدي بلکې شکنجه کوي، بندي کوي يې او عمر پرې په زندان کې تېروي.

مګر په اسلامي نظام کې بیا  له خپل مسلمان ورور سره هر اړخيزه مرستې کولی شو.

نو مسلمانان وروڼه دې هر يو په خپلو سيمو کې د اسلامي نظام راوستلو او بېرته اعاده کولو ته کار وکړي، تر څو مو زړونه ټکور شي او د وخت له جابرانو او هر ډول ناخوالو او غمونو څخه خلاصون ومومو.

ومن الله توفیق

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button