امریکا دایران خلاف خپلې بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې قطر لېږلي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا هوایي ځواکونه وایي، B-52 بمبار کوونکې الوتکې چې ټاکل شوې د ایران د احتمالي گواښ د شنډولو لپاره د فارس خلیج ته ولیږل شي په قطر کې د امریکا هوایي اډې ته رسیدلې دي.

د امریکا د هوایي ځواکونو په وینا دغه ډول نورې الوتکې هم د اسیا په جنوب لویدیځ کې په یو ناڅرگند ځای کې ښکته شوې دي.

 که څه هم چې ددغو الوتکو د ښکته کېدو ځای ندی اعلان شوی، خو د امریکا هوایي ځواکونو پخوا په قطر او عربي متحده اماراتو کې خپلو هوایي اډو ته د اسیا جنوب لویدیځ ټاکلی و.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ایران د گواښونو په غبرگون کې د ابراهام لینکلن الوتکې لیږدونکې بېړۍ د فارس خلیج ته استوي.

 پر همدې مهال د ایران د تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو لوړپوړي قوماندان جنرال یادوالله جواني له خولې ویلي چې هیواد به یې د امریکا سره مذاکرات ونه کړي.

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ایران ته په اشارې ویلي، چې دی دجنګ احتمال نه ردوي، خو امریکا حاضرده چې ایران سره ددوی داټومي وسلو په اړه خبرې وکړي.

داچې اوس امریکا یو بل پارونکی اقدام وکړ، لامالومه نده چې ایران به دامریکا خلاف په کوم ډول غبرګون وښیي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button