رمضان د نفس روزنې میاشت

سرلیکنه
په رمضان میاشت کې باید د سختیو پر وړاندې بې صبره نه شو او د نا آرامۍ احساس ونکړو.
د رمضان د مبارکې میاشتې د روژې د فرضیت له حکمتونو نه پرهیزګارۍ، صبر، استقامت، ټینګ پاتې کیدل، ایثار او قرباني، نرمي کول، یو پر بل رحم، یو د بل پالنه، وروري، مینه او دوستي او په اسلامي فعالیتونو کې برخه اخیستنه، د زیانمنو او بیچاره خلکو لاس نیوی او تر ټولو مهمه دا چې د روژه نیوونکو میلمستیا کول، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی:
” من فطَّر صائماً كان له مثلُ أجره “
څوک چې د روژه نیونکي میلمستیا وکړي او روژه ماتی ورکړي هغه ته د روژه نیوونکي په اندازه اجر او ثواب لیکل کیږي.
په روژه کې د صبر ایثار او سخاوت کولو په مقابل کې الله تعالی روژه نیوونکي ته په جنت کې یوه دروازه ځانګړې کړې ده چې (باب الریان) نوم لري چې روژه نیوونکي به په ډیر عزت سره د دغې دروازې له لارې جنت ته ننوځي، بله دا چې انسان چې په عبادت کې له څومره سختیو او مشقتونو سره مخ کیږي په هماغه اندازه یې ګناهونه بخښل کیږي او ثوابونه ګټی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ” حُفَّتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ، وَحُفَّتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ”
څوک چې ځان ته د جنت لاره ټاکي نو له سختیو او ستونزو نه به تیریږي او له ډول ډول ستونزو سره به مخ کيږي او څوک چې دوزخ ته ځي د شهوت پرستۍ له لاري بوتلل کیږي.
مونږ او تاسې پوهیږو چې دنیا د ازمیښتونو کور دی او دا نشي کیدای چې انسان دې په خپل ژوند کې د خپلې خوښې سره سم روان وي، باید صبر ولري، او د خدای تعالی رضا کول خپله موخه وګرځوي، او په ژوند او عبادت کې کړاوونه او سختیانې ګالل د جنت الفردوس د ترلاسه کولو په وړاندې یو ډیر کوچنی کار دی.
خدای تعالې دې مونږ او تاسې ټولو ته توفیق را په برخه کړې چې د رمضان میاشت په ښه توګه تیره کړو، په هغه ډول چې الله تعالی له مونږ او تاسې خوښ او راضي شي.



