
ترکیه او د سلطان محمد فاتح په ښار کي
لیک: مفتی محمد تقی عثمانی(حفظه الله)
ژباړه: استاد حسین احمد ملاخیل
د ترکیی هیواد د پیړیو راهیسي د اسلامی نړی مرکز او د مسلمانانو د قوت، شان اوشوکت نښه او په سیاسی او مذهبی اعتبار سره د یو ښکلی رنګ په رنګ تاریخ حامل پاتی شوی دی. پدی وجه زما غوندی طالب العلم لپاره د د دي هیواد سره مینه یو فطری امر دی. استنبول د دنیا د پخوانیو ښارونو څخه دی. د خپل جغرافیایی موقیعت په لحاذ د یو خاص حیثیت درلودونکی دی. یوه برخه یی په آسیا کی او بله یی په اروپا کی ده. د تاریخ په بیلابیلو وختونو کی د دي ښار نوم مختلف پاتی شوی دی. چي ممکن د دنیا کوم بل ښار داسی مختلف نومونه نه دی غوره کړی. په غالب ګمان ددی ښار پخوانی نوم زارغراد وو، وروسته یی ورته میکلاغارد(Myclagard) وویل شو. یونانی او رومی دوری په شروع کیدو د دی ښار نوم بیزنطیه (Byzantia) ایښودل شوی وو. بیا کله چي دریمه عیسوی پیړی کی رومی بادشاه قسطنطین (Constantine) دا ښار خپل پایتخت جوړکړ، نوم یی ورته قسطنطین کیښود. دی ښار ته روم جدید(نوی روم) هم ویلی شوی دی. د بازنطین خلک دی ته (hepalis) هی پولیس هم ویلی دی. چی معنی یی د ښار ده. چی ترجمه یی بیا عربو په (مدینة الروم) سره وکړ. کله چی دا ښار د مسلمانانو په واک کی راغی دی ښار ته یی استنبول نوم کیښود چی وروسته په اسلامبول تغیر شو. د عثمانی خلافت په ځینی دولتی کاغذونو کی هم په اسلامبول یاد شوی دی، ترڅنګ یی هم دولتی او رسمی نوم قسطنطینیه پاتی شوی دی. د عثمانی خلافت په وروستی وخت کی دی ته آستانه دارالسعادة او الباب العالی نومونه هم ورکړی شوی دی. تردی چی کله خلافت لغوه شو له ۱۹۳۰ ع څخه یی رسمی نوم استنبول یادیږی. چي تراوسه پدی نوم یادیږی. دا ښار ۱۱۰۰ کلونو پوری د رومی سلطنت پایتخت پاتی شوی دی. چي د خپل عروج تر وخته پوری د دنیا ترټولو لوی طاقت بلل کیدهٔ. د عیسایانو د ختیځی کلیسا مرکزی ښار هم دا وو، چی مشر ته یی بطریرک (patriarch) او د غربی کلیسا په وړاندی یی دی ته (ارتودوکس) ویل کیدهٔ. محمد(ص) د دی ښار فاتخینو ته زیری ورکړی وو، پدی ترتیب د هروخت مسلمانانو یی د فتح کولو کوششونه کړی دی. د صحاباؤ او تابعینو ترټولو لومړی لښکر د حضرت ابوایوب انصاری(رض) په شمول پدی ښار حمله کړی وه. چی د حضرت ابوایوب انصاری(رض) همدلته وفات او مزار یی همدلته دی. د څوځلی مسلمانانو د حملو وروسته باالآخره د قسطنطینی فتح د آل عثمان اووم ځوان خلیفه سلطان محمدفاتح په برخه ورسیده. چاچی په وچه د بیړی چلولو پیښه سرته ورسوله او دا ښار یی فتح کړ. لدی وروسته دا ښار د عثمانی خلافت پایتخت ومنل شو، چی نزدي پنځه سوه کلونو پوری د اسلامی نړی د مرکزیت ستر مقام څښتن وو. یبا بالآخره د مسلمانانو سیاسی زوال هم له دلته څخه وشو. او د الغاء خلافت په شکل د اسلامی نړی پراتحاد ترټولو لویه ضربه هم دلته څخه وشوه. له کمال اتاترک له زمانی راهیسی دلته سیکولرنظام په واک کي دی، په شروع کي دا یو عجیب او غریب سیکولرنظام وو. چي پکي د مسلمانانو په خالص دیني شعایرو هم بی حده او له تشدده ډک بندیزونه ولګیدل. خلک د آذانونو تر ویلو پوري په ویره کي شول. په عربی ژبه کي دیني ذده کړي جرم وګڼل شوي. خلک د خولۍ او پګړۍ په ځایی هلمت(انګلیسی خولۍ) اچولو ته مجبور شول، حج کول بند شو، عربی رسم الخط لغوه اعلان شو. خلاصه د لادینیت هغه کړني دلته ولیدل شوي چی ممکن د اسلامي نړي کوم بل ځایی کي نه وی لیدل شوي. بیا هم وروسته په ورو ورو دغه بندیزونه لري شول ولي د هیواد سیاسي څیره علی الاعلان سیکولر پاتی شوه. او تر ډیر وخته پوري یی دوام وکړ. اوس بفضله الله(ج) پدي حالاتو کي ښه مثبت تغیر راغلی دی. دیني فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ډیر دیني ډلو په خپل همت له لاسه نه دي ورکړي. او په مختلف جهتونو کي یی خپل کارونو ته دوام ورکړي دی. پدي برخه کي د دري ډلو کارونه د پام وړ دي. اول هغه علماء چي د ځان په بدل کي یی د دیني ارزښتونو ساتنه کړي ده. دویم د بدیع الزمان نورسی(رح) کوششونه چي یو غیر سیاسی تحریک وو د دعوت او تبلیغ له طریقه یی د ځوانانو دیني تربیت او په هغوی کي د اسلامی روح د ژوندي کولو لپاره یی لوی کوششونه په ډیر عجیب شکل ترسره کړل. تردي چي د ژوند هره ډله خلک د نورسی(رح) تحریک څخه متاثر شوی وو. دریم د نجم الدین اربکان صاحب د عدالت او پراختیا ګوند دی، چي د اسلام د بیا د واکمنی لپاره یی په سیاسی مخاذ کي پرله پسي کوششونه ترسره کوی. ددي دری واړه دیني ډلو سره اوس د تبلیغی جماعت کوششونه هم ګټور واقع شوي دي. داسي حالاتو ته په کتو په کومه دیني ډله باندي چي د خلکو امید او ورته حوشخاله ښکاری هغه د عدالت او پراختیا ګوند دی، چي په تیرو ښاروالۍ ټاکنو کي یی ډیره ښکاره بریا ترلاسه کړه. په ډیرو حوزو کي د عدالت ګوند غړي کامیاب شول. خلک په راتلونکو ټاکنو کي هم امیدواره دي چي ممکن د عدالت ګوند په راتلونکو عامو ټاکنو کي هم بریا ترلاسه کړي. د ټاکنو په وخت کي لکه د نورو هیوادونوغوندي فضاء ډیره کمپاینی او مصروفه نهٔ وي، او نه هم د وژلو، ربړولو، دوشمني او یا کیني کوم آثرات نه وي. د ښار دیوالونه د سیاسی بینرونو څخه پرته له محصوص ځایی څخه خالی وی. په عامه دیوالونو لیکل نه يواځي بند دي بلکي سخته سزا هم لری.
د سلطان محمد فاتح په ښار کي
استنبول د عثمانی خلافت پایتخت کیدو سره نژدي پنځه پیړیو پوري په اسلامی نړۍ حکومت کړی دی. استنبول چي د اروپا څخه د راښکاره کیدو ټولو تیارو سره په کلکه مبارزه کړي ده، او هم یی په علمی او فکری دګر کي نهٔ هیریدونکي خدمتونه ترسره کړی دي. د اسلامی علومو بی شمیره علماوو ترڅنګ زینان غوندي په تعمیراتی چارو ماهران او پوه خلکو دلته د خپل علم جوهر ښودلی دی، چي نژدي ۳۶۰ یادګارونه یی نن هم په ترکیه کي موجود دی. د پریس او چاپ لومړی موجد ابراهیم متفرقه هم دلته پيدا شوی دی. چي په برکت یی دنیا د لومړی ځل لپاره د مطبع کتابونو څخه روښانه شوه. چي ما ددي مطبع چاپ شوي کتابونه په د مانتریال د میکګل پوهنتون په کتابخانه کی لیدلي دي. فضاء ته د الوتلو تر ټولو اولنۍ کامیابه تجربه هم د استنبول یو اوسیدونکي خدافین لخوا په ۱۷ ع پیړۍ په شروع کي شوي ده. د څرمني وزري یی تر ننه د استنبول مشهور برج غلاطه باندي ځوړندي دي، چي لومړی ځل لپاره یی په تاریخ د ۸ میله الوتنه وکړه. خلاصه عثمانی خلافت تر ډیر وخته پوری د علمي او مذهبي پرمختګونو مرکز پاتي شو. ولي د وخت په تیریدو دلته ډیري ناخوالي راښکاره شوي، تردي چی په ۱۹ ع پیړي کي نیمه ځانه شو او په مقابل کي یی غربی تمدن چي نوی په ولولو کي وو رامخ ته شو، هم په صنعتی او په فکری لخاذ ښه طاقتور وو چي مخه یی نیول ګران او په نتیجه کي ترکی قیادت د افراط او تفریط ښکار شو. لیکن د دي ټولو نیګړتیاو سره سره عثمانی خلافت د اسلامی نړۍ لپاره د یو واحد مرکز په بڼه ګڼل کیدهٔ. ددي خبري ضرورت وو چي د پيدا شوي نیمګړتیاو دغه لړۍ لري کړي شي او مرکزیت یی وساتل شي، او نوی غربی تمدن سره د مبارزی لپاره موثٔره لاره وکتل شی، د غربی تمدن څخه په پوره توګه متاثره شوی ذهنونه د عثمانی خلافت څخه لاس اخستل شروع کړل. تردي چي اتاترک عثمانی خلافت لغوه او یو بی دینه (سیکولر) دولت یی مینځ ته راوړ. دا هغه حالات وو مرحوم اقبال لاهوری داسي تعبیر کړ.
چاک کردی ترک نادان نے خلافتے کی قبا
سادگی اپنوں کی دیکھ ، اوروں کی عیاری بھی دیکھ
اتاترک د انقلاب څخه وروسته اسلامی قانون او شریعت د هیواد څخه خارج کړی شو او پر ځای د سویس لیونی، د ایتالیا نظامی او د جرمنی بی دینه تجارتی قانون یی قایم کړ. تعلیمی نظام مخلوط شو، په عربی رسم الخط پر ځای د ترکی ژبی لپاره لاتینی رسم الخط لازمی شو، په عربی کي آذان بند شو، د قوم لباس بدل کړی شو، او هم د دي مقصد لپاره د ډیرو ترکانو ککرۍ خاوري شوي. اتاترک دا کارونه پدي خاطر وکړل چي ترکال د خپل ماضي څخه لیري او د غربی تهذیب سره ونښلول شی. فکر یی دا وو چي دي سره به ترکیه ټولنیزي او سیاسی پرمختګ منزلونه په تیزۍ سره ووهی. نژدی ۷۰ کاله په تیریدو هم په ترکیه کي هغه د اتاترک ذهنونه واکمنان دي چي د غربی تمدن د نافذ کولو لپاره د تعلیم او رسنیو څخه نیولی د جبر او استبداد پوری هری ممکنی طریقی یی ښه په جوش او خروش سره ازمایښت کړي، ولی کچیری د ترکیی په ټولني دغه تاثیرآت مطالعه کړو په واضح ډول دغه حقیقت راڅرګندیږي چي دي انقلاب عریاني او فخاشي د اروپا غوندي جوړولو او د خلکو لباس او رسم الخط کی بیشکه کامیاب شول ولي ترکومه چي د هیواد حقیقی پیښو تعلق دی، د اتاترک انقلاب دي ته هیڅ فایده نه ده ورکړی. د ترکیی ډیری وګړي مخکي هم د اتاترک د داسي کړنو خلاف وو، او نن هم د احیاء اسلام لپاره ډیرو حرکتونو زور اخستی دی، چي د عدالت ګوند ددي هدف لپاره فعالیت کوی لګیا دی. په تیر کال 1994ع ټاکنو کي هم ډیرۍ دیني خلقي د عدالت ګوند سره موافقي شوي او دا وو چي د عدالت ګوند ښاروالۍ ټاکنو کي عظیمه بریا ترلاسه کړه. چي هم یی د بریا وروسته ډیر مثبت کارونه تر سترګو کیږی. خلک وایی چي په ښاروالۍ ادارو کي رشوت کم شوی دی، د عام وګړو په ژوند کی ډیري اسانتیاوي راغلي دي. په استنبول کی د اوبه کمښت لوی مشکل وو، چي سږ کال دا مشکل نژدي حل شوی دی. د عدالت ګوند د بریا وروسته تر ټولو مخکي د استسقاء لمونځ د ادآ کولو اهتمام وکړو، چي ممکن تر ډیر وخت وروسته په استنبول کي لومړی د استسقاء لمونځ وو. ګرچی دغه عمل ځیني سیکولرانو لپاره دغه ریشخند هم شو، ولي د الله(ج) په فضل وروسته ښه بارانونه وشول. او د ښار هر طرف ته د اوبو رسولو کارونه ترسره شول. د ښارونو پاکوالی او د سړکونو جوړول هم له مخکي اوس ښه دی. نوی ښاروالی چارواکو ځیني داسي ریستورنتونه جوړ کړي چي د غریبو خلکو لپاره مفت خوراک برابروي. او هم یی د غلط استعمال مخه هم نیول شوي ده. د اخترونو په دري ورځو پوري په ټول ښار کي ترانسپورت مفت وی. هر څوک چي هرچیرته ځی د بس کرایه تري نه اخستل کیږی. هم یی په ځایونو کي نه یواځي په شرابو بلکي ټولو خارجی مشروباتو بندیز لګولی دی. په ترکیه کي د اتاترک ذهنیت ددي خبري خاص اهتمام کړی وو چي ترکیه باید د اسلام له ماضی څخه لري کړی شي، او ددي تصور هم چا نه شو کولی چي څوک دي د اسلامی تاریخ یوه واقع ته اهمیت ورکړی. لیکن د عدالت او پراختیا ګوند په ښاروالۍ ټاکنو کي د بریا وروسته د اسلامی تاریخ ډیر یادګارونه راژوندي کړل. اوس چي ۱۸ د مي(کال 1995 ع) دوي په استنبول کي د سلطان محمد فاتح د قسطنطنیی د فتح یادګار په زړهٔ پوري شکل دایر کړ. د باسفورس په دولماباچه سیمه کی د ۷۰ بیړیو یو جلوس وویست چي د سلطان محمد فاتح غوندي په وچه کی وچلول شوي، او د بیړبو چلوونکو ټولو د عثمانی خلافت د اردو لباس په تن کړی وو، چي قیادت یی سلطان محمد فاتح ته ورته یو تن کاوه، او د عثمانی خلیفه غوندي لباس یی په تن کړی وو. د لیدونکو په وینا دي مراسمو په خلکو کي یوه نوي جذبه او ولوله را پيدا کړه. د اسلام د احیاء لپاره د هیواد د هري طبقي خلک حصوصا ځوانان په ډیري جذبي سره برخه اخلی. چیرته چي اتاترک العیاذباالله د قرآن کریم نسخه د شیخ الاسلام د سره تیره کړه، اوس هلته د قرآن کریم د ذده کړي سلګونه اداري جوړي شوي دي. چیرته چي په آذان په عربی ویلو باندي بندیز وو، نن هلته ټول ښارونه په آذانونو مصروفه دي. او جوماتونه له لمونځ کولو ډک دي. ځواني انجونو په پوره شکل د پردي اهتمام کوی. د ترکی د سیواس ښار طبی پوهنتون کی سږ کال يوی خور اول مقام ترلاسه ترلاسه کړ، چي د پردي یی پوره اهتمام کړی وو. چي د پوهنتون د ادري له لخوا له روایت سره سم ورته د لنډي وینا وخت ورکول کيږي. د پوهنتون اداري دغه خور چي پرده یی کړي وه، هیڅ دعوت نه کړه. نوموړي خور له دي ترڅنګ دریځ مخي ته لاړه او غوښتنه یی وکړه چي ماته د وینا حق راکړي. د پوهنتون مسؤلین په غصه شول او د خور له سر څخه یی مخصوص د فراغت لباس لري کړ. داچي دا مراسم په تلویزیون په ژوندي بڼه خپریدل، دي لیدو سره ټوله ترکیه کي اور ولګیده او ویی غوښتل چي د پوهنتون مسؤل دي معزول کړی شی. همدا وه چي په ۲۴ ساعته کي دننه د پوهنتون مسؤل لري کړی شو. دي ته ورته یوه واقعه په ازمیر کي هم منځ راغلي وه. د باسفورس د مرمر بحیره دومره ښایسته وه، چي په لنډو ټکو کي یی ذکر کول ګران دی. دلته یو لمونځ ځای(مصلی) وه چي دماښام مونځ پر وخت له لمونځ کوونکو څخه ډک وو، چي د هرعمرښځینه لمونځ کوونکي چي پرده یی هم کړي وه پکي وي. په جومات کي د سړو وروسته د ښځو لمونځ کولو لړي روانه وه. چي لدي مخکي د ترکي په کوم داسي تفریخی ځایی د دومره لمونځ کوونکو هیڅ تصور موجود نه وو. دا ځایی مخکي په شرابخانه مشهور وو، او نن پکي يوه ښایسته فضاء جوړه ده. آینده کال په ترکیه کي عامي ټاکني کیدونکي دي، د احیاء اسلام حامی ګوند (عدالت ګوند) امید دی چي په غوڅ اکثریت به بریا ترلاسه کړي. په استنبول کي دغه مثبت تغیرات او اصطلاحات په لیدو سره مي په ژبه دغه شعر جاری شو.
اللہ خبر بجلی کو نہ ہو، کلچیں کی نگاہ بد نہ پڑے
جس شاخ پہ تنکے رکھے ہیں وہ پھولتی پھلتی جاتی ہے
مفتی محمد تقی عثمانی(رح) ۲۰ اګست ۱۹۹۵ع .
په ترکیه کي د عدالت او پراختیا ګوند واک ته په رسیدو سره د هیواد په اقتصادی او سیاسی بیا رغونه کي ګټور ګامونه پورته کړل. په اقتصادی لحاذ ترکیه د پیاوړی هیوادونو په لست G-20 جز وګرځید. د اسنتبول هوایی میدان د اروپا ترټولو مصروف ترینه میدان ګڼل کیږي. په تیرو څو کلونو کي په هیواد کي ۱۲۶ پوهنتونونه، ۱۷۹ مدرسي، ۵۱۰ شفاخاني او ۱۶۹ درسي صنفونه جوړ شول. ۳۵ تحقیقي، څیړنیز او د تکنالوژی مراکز جوړ شول. هم یی د بهرنیو هیوادونو سره مالي مرستي وکړي. هم یی د اسلامي هیوادونو ترمنځ د اتحاد روحیه راژوندي کړه. تو داسي نور ډیر مثبت کارونه د اردغان د حکومت د یادولو وړ دي. الله(ج) دي ورته نور توفیق هم ورکړی چي بیرته د اسلامی خلافت یو نړیوال مرکز وګرځي او سقوط شوی خلافت بیرته له همدي ځایی راښکاره شی، انشاالله(ج).
استاد حسین احمد ملاخیل/ ۱۲/ثور/۱۳۹۸



