کندز: بهرنيو او کومانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۱)
د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو شپني عمليات کړي چې د طالبانو له وسله وال غبرګون سره مخ شوي دي.
د کندز امنیتي سرچينې هم تاييدوي چې د ګډو ځواکونو عملیات د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي او د کوماندويانو تر څنګ بهرنيانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، ګډو ځواکونو غوښتل د یادې ولسوالۍ مربوط په سرک پايان او آق سرای سيمو کې عمليات وکړي چې طالبانو وار له مخه کړ او جګړه يې ورسره پيل کړه.
د مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې يو امریکايي او پنځه کوماندويي عسکر وژل شوي، درې امریکايي او نهه کوماندويي عسکر ټپيان دي زياتوي (ګډ دښمن د تلفاتو په ليدو وتښتيد) او مجاهدينو ته زيان نه دی اوښتی.
د پيښې ځای ته نږدې اوسيدونکي وايي، سهار مهال د جګړې په ځآی کې د چاپې عسکرو وينې او د ټپي کيدلو پټۍ او اړوند نور توکي هم پراته و.
په وروستيو کې په افغانستان کې شپني عمليات زيات شوي چې په ډيری عملياتو کې د کومانډو- ځانګړو ځواکونو تر څنګ بهرني عسکر هم د هغوی ملتيا کوي چې وخت ناوخت د طالبانو له سخت وسله وال مقاومت سره مخ کيږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه تلفات پټ ساتي.
په عين حال کې د ۲۱۷پامير قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د عملياتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات کړی او لس تنه ملکي وګړي يې ترې خوشې کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې هم د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ورته ډول زندانيان خوشې شوي چې د طالبانو په وينا ډيری يې د جينايي پيښو مجرمين یا نشه یان دي چې په عملياتو کې خوشې کيږی او بيا پرې د عسکرو او یا ملکي خلکو نومونه ايښودل کيږي.



