پاتریک شناهان: امریکا په یو وخت کې دجګړې او مذاکراتو سیاست مخته وړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا ددفاع وزیر پاتریک شناهان ویلي د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ نوې تګلاره بریالۍ ده او دا به ددې سبب شي چې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راولي.

دده په وینا امریکا په همهاله توګه په افغانستان کې د جګړې او مذاکراتو سیاست پرمخ وړي او موخه یې دا ده، چې له هرې ممکنې لارې پر طالبانو او نورو ډلو فشار زیات کړي. هغه د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم بللی دی.

دده په خبره پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او دغه هېواد ته د سولې په راوستلو کې ګټور رول ولوبوي.

داپه داسې حال کې ده چې دطالب اوامریکايي ټیم شپږم پړاو مذاکرات دوه ورځې وړاندې  پای ته ورسیدل، له دې سره سره امریکا دیو نړیوال ملاتړ په راجلبولو بوخته ده ترڅو خپلې ناکامې جګړې ته دپای ټکی کېږدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button