ایران: په یوه اونۍ کې ۸ زره افغان کډوال په زور ایستل شوي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱غوایي، ۱۳۹۸)
ایران حکومت په یوه اونۍ کې ۸ زره افغان کډوال په زور له دې هیواد ایستلي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان وایي چې ایران د یوې اوونۍ په ترڅ کې ۸ زره افغان کډوال په زور ایستلي او همدا رنګه ۷ زره شاوخوا افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پریښی او خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
ایران دا کډوال په داسې حال کې له هیواده شړلي چې د دوی چارواکو ویلي وو، که په ایران فشارونه زیات شي، د کډوالو په ایستلو به لاس پوري کړي.
که څه هم افغان حکومت د ایران دې خبرې ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د کډوالو له مسئلې باید سیاسي ګټه پورته نشي خو ایران بیا هم افغان کډوال په زور له هیواده ایستلي دي.
افغان کډوال یوازې له ایرانه په زور نه ایستل کیږي بلکه د پاکستان او ترکیې په ګډون له نورو اروپایي هیوادونو څخه هم په زور ایستل شوي دي.
پاکستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې افغانانو ته پکې زیات مشکلات پیښیږي.
د راپورونو له مخې د روان میلادي کال له پیل څخه ۲ زره افغانان په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.
ترکي رسنۍ هم وخت ناوخت په دې اړه راپور ورکوي چې سلګونه افغان کډوال نیول شوي او ژر به هیواد ته ستانه شي.
پاکستان او ایران ته افغانان د شوروي یرغل پر مهال کډوال شول خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډیری خلک بیرته هیواد ته راستانه شول مګر د امریکایي یرغل وروسته بیا په زرګونه کورنۍ بیرته له هیواده بهر تلو ته اړ شوې.



