سمنګان: هاوان مرمۍ ملکي ګسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱غوایي، ۱۳۹۸)

د ملکي مرګ ژوبلې له لړۍ څخه په سمنګان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

د هاوان مرمۍ د دې ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ اړوند په یو کلي کې په یو کور لګېدلې ده.

په پیښه کې څلور کسان وژل شول دي.

د والي ویاند صدیق عزیزي هم پیښه تائیدوي او وایي چې هاوان د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې پر مهال د طالبانو لخوا فایر شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ډیری وخت داسې پیښې د امنیتي ځواکونو لخوا ترسره کیږي.

په فراه او غزني کې هم د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځایي چارواکو ادعا درلوده چې د طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ فایر شوي خو د سیمې اوسیدونکو بیا د حکومتي سرچینو خبره دروغ ثابته کړه.

څه وخت مخکې چې په غزني کې د ملانوح بابا په لیسه هاوان مرمۍ ولګیده، ځایي چارواکو په طالبانو ورټپ کړه خو د سیمې اوسیدونکو په اعتراضي لاریونو کې دا هر څه په امنیتي ځواکونو ورواړول او ویې ویل چې یاد هاوان لیسې ته نږدې یوې پوستې وار کړی وو.

په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې هم زیاته مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوړي چې د فراه او ننګرهار وروستي بریدونه یې د یادونې وړ بولو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button