شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د ننګرهار محبس کې شخړه په څه رامنځته شوې؟

د پوليسو او زندانيانو تر منځ شخړه کې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوشتې، له شپيتو زيات زندانيان پلچرخي ته لیږل شوي

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 12, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
27
ځلې شریک شوی
334
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د راپورونو له مخې، د ننګرهار ولايت په محبس کې د پوليسو او زندانیانو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی چې له دواړو غاړو پکې دولس کسان ټپيان شوي دي.

ويل کيږي، دغه شخړه د بيوو د لوړوالي او د عبدالسلام (مملوال) په نوم د يوه عالم پر سر رامنځته شوې ده.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

د محبس څخه يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د زندان په داخل کانتين (هټۍ) کې بنديانو باندې په لوړه بيه توکي پلورل کيدل چې د نوموړي عالم په مشرۍ لسګونه بنديانو د دغه بيې د ښکته کولو غوښتنه وکړه، خو دا چې په یاد کانتين کې د محبس مسؤول عبدالولي حصارکی هم شرکت لري نو د غوښتنه يې ونه منل شوه او د عبدالسلام په شمول يې کابل پلچرخي ته د ځينو بنديانو د ليږلو پریکړه وکړه.

یو تن زنداني چې خپل نوم ابراهيم راپيژني وايي، “د محبس امر عبدالولي حصارکي د خپلو شخصي ګټو په موخه مولوي عبدالسلام  او نور لسګونه علماء کابل پلچرخي ته تبديل کړل، چې لوی لامل يې په کانتين کې د خوراکي توکو د نرخونو لوړوالي سره مخالفت و).

راپور زياتوي، د دغه نښتو او شخړو په جريان کې لس زندانيان او دوه پوليس ټپيان شوي هم دي او ويل کيږي د محبس د مسؤول له خوا یوه کتابخانه سوځول شوې چې قران کريمونه او نور ديني کتابونه پکې موجود و.

د محبس مشر عبدالولي ځينې کسان او په زندان کې د قرآن کريم د حلقو استادان توقيف ته اړولي و چې تيره شپه د زندانيانو په اعتصاب يې ځينې بيرته محبس ته ورکړي دي.

ويل کيږي، د دغه محبس مشر وخت ناوخت د خپلو شخصي ګټو لپاره ځينې کړنې ترسره کوي او په دې توګه له بنديانو پيسې ټولوي.

زندانيان وايي، له یوه بندي څخه شل زره کلدارې اخيستل کيږي بيا توقيف ته اړول کيږي، د څرخي زندان ته د وړلو اوازه خپره کړي او بيا له زندانيانو څخه پيسې اخلي چې نوم به يې له ليست څخه وويستل شي، ډیری وخت د بنديانو د بند موده پوره شوې وي خو عبدالولي يې د خوشې کيدو پر سر بيا هم پيسې اخلي، جزايي کول او بيرته پرې پيسې اخيستل، درملو کې ورنه پيسې اخيستل، محبس کې د چرسو او پوډرو پلول.

له بله پلوه د پلچرخي زندان څخه يوه باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د جلال اباد له محبس څخه له شپيتو زيات زندانيان وروړل شوي دي.

نوموړی وايي، دوی د نرخونو د لوړوالي او نورو ستونزو له کبله شکايتونه درلودل خو چارواکو ورته دغه شکایتونه بهانه وګرځول او له ننګرهار يې پلچرخي ته انتقال کړل.

دا او دې ته ورته ډول نورې ډيرې کړنې دي چې د محبس د امر عبدالولي او مسؤولينو له خوا په زندان کې ترسره کيږي.

زندانيان وايي، ډير کرته يې د خپلو حقوقي غوښتنو لپاره اعتصابونه کړي چې تر څو ورځو پورې عملي شي خو څو ورځې وروسته ورته بيا پام نه کيږي.

د محبس امر عبدالولي حصارکی په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي او پرې لګول شويو تورونو په اړه رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

دا یوازې د ننګرهار محبس نه دی زندانيان يې د مسؤولينو او بيلابيلو ستونزو څخه شکایت کوي بلکې د هيواد په ډیری زندانونو کې ورته ډول حالت روان دی چې په وروستو کې په پلچرخي زندان کې د دغه حالت څخه سلګونه زندانيانو اعتصابونه وکړل او خپلې خولې يې ګنډلې وې خو تر اوسه ورته د هغوی حق نه در ورکړل شوی.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په پلچرخي زندان کې د طالب په تور نيول شوی له اتيا کلونو زيات سپينږيری و خو د تداوۍ نه کولو او هغه ته د ژوند د اسانتیاوو نه برابرولو له کبله وفات شو.

مخکینې مطلب

پاکستان کې ديرش چينايان نيول شوي

بل مطلب

اولس په بمونو نه ختمیږي خو اشغال ضرور ختميږي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com