نیویاک ټایمز: امریکا خپل ولس ته دافغان جګړې په اړه معلومات نه ورکوي؛ چې دا ستره جفاده
کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د جګړې په تړاو یو مطلب خپور کړی دی. په دې مطلب کې یې د امریکایي حکومت پر کړنو نیوکه کړې او په دې اړه یې لیکلي چې د امریکا حکومت ته په کار ده څو د افغان جګړې په اړه له امریکایي ولس سره رښتیني اوسي.
د مطلب لیکوال وایي، له یو کال راهیسي د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په اړه ولس ته څه نه دي ویلي چې دا له امریکایي ولس سره جفا ده.
لیکوال وایي، که امریکا په افغانستان کې د بریا تمه نه لري نو دا په دې مانا نه ده چې د حساب کتاب بهیر دې ودرول شي.
د هغه په باور د امریکا حکومت سره باید حساب کتاب وشي څو د افغان جګړې په اړه باید خپل ولس ته رښتیا ووایي.
تردې وړاندې هم امریکايی اوبرطانوي مجلو په افغانستان کې دامریکايي قواوو حضور یوه ناکامه تجربه بللې وه، اوامریکايي پوځ ته یې دعاجلې راستنېدا سپارښتنه کړې وه.



