یمن: دایران ملاتړ لرونکو ملېشو له سور سمندرګي څخه په وتلو پېل وکړ

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دایران له ملاتړ برخمنو د یمن په لویدیځ کې پرتو یاغیانو د سور سمندرګي له دوو څنډو او دریو بندرونو وتل پیل کړي دي.

 دا وسله وال د دغه سمندر په دریو مرکزونو کې دېره وو. دغه ډله چې حوثي نومېږي ویلي یې وو چې د سویډن په ستاکوهلم کې د ډسمبر میاشتې د سولې له جوړجاړي سره سم به له یادو مرکزونو ووځي.

 دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پرون وویل، حوثي یاغیانو منلې چې د سور سمندرګي له دریو مرکزونو به وځي.

دا سیمې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي د حوثیانو په ولکه کې دي وګړي یې سختو بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دې اړمنو ته د مرستې رسولو په موخه حوثیانو سره خبرې شوې دي څو دلته میشتو اړمنو ته لازمې مرستې ورسېږي.

ایران لاهم تراوسه ددې په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button