حسن روحاني: موږدجګړې احتمال ځکه نشو ردولی چې امریکا پوره تیاری نیولی

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

له امریکايي ولسمشرټرمپ څخه وروسته دامریکا او ایرن کړکېچ ته په کتو ایراني ولسمشر هم له احتمالي جګړې خبر ورکړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دی له امریکا سره د پوځي جګړې احتمال نه شي ردولی خو په خبره یې په هېواد دننه باید سیاسي یووالی وساتل شي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي نن ویلي چې امریکا له هر هغه فکټوره ګټه اخلي چې ایران تر فشار لاندې راولي خو ایران به هغسې ورسره مبارزه وکړي لکه څنګه یې چې تر اوسه کوله.

 نوموړي ویلي، امریکا سره د پوځي جګړې احتمال ځکه نه شي ردولی چې په وینا یې امریکا اوس د همدې کار لپاره پوره تیاری نیولی دی او ممکن له دوی سره یې خبره تر جګړې ورسېږي.

 نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا د خپلو فشارونو پر دوام په جنګي الوتکو بار سمندري بېړۍ منځني ختیځ ته رسولې ده.

یاده دې وي، دایران اوامریکا کړکېچ ځکه زیات شو چې امریکا ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ،  دایران په اټومي وسلو یې دبندیزونو ترڅنګ ددې هېواد سپاه پاسداران نامي پوځ دملګروملتونو په تور لېست کې شامل کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button