د لمانځه مسائل (۷۸ مه برخه) که مسافر څلور رکعته پوره وکړي حکم يې څه دى؟

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : که مسافر څلور رکعتيز لمونځ پوره وکړي څه حکم يې ده؟
ځواب : که يې په دويم رکعت کې قاعده وکړه په آخير کې د سجده سهوه په کولو سره يې لمونځ صحي کيږي : خو که قصدا داسې وکړي نو ګنهګار کيږي او که په هيره سره يې وکړي بيا نه ګنهګاريږي.
په دې صورت کې دوه رکعته فرض او دوه رکعته نفل جوړيږي!
که چيرته يې په دويم رکعت کې قاعده ونه کړه نو فرض لمونځ يې اداء نشو، څلور واړه نفل جوړيږي او فرض به دوباره بيا کوي ([1]).
ټول کال په سفر کې اوسيدونکى موټروان (ډرائيور) به تل قصر کوي
پوښتنه : په سعودي عربستان کې يو شمير خلک غټ موټر لکه ټيلر او وغيره چلوي او کال دولس مياشتې په سفر کې اوسي، يعنې فرض يې کړه له کابل څخه روان شي هرات ته ورسيژي او صبا ورځ بيا له هرات څخه کابل ته روان شي، نو آيا په داسې صورت کې چې ټول کال په سفر کي اوسي لمونځ به پوره کوي او که قصر به کوي؟.
ځواب : تر څو چې له خپل کور څخه د باندې وي نو قصر به کوي ([2]).
جنګي اسيران به په دارالحرب کې قصر کوي او که پوره لمونځ به کوي
پوښتنه : که د يوه هيواد جنګي اسيران په بل هيواد کې مقيم وي آيا قصري لمونځ به کوي او که پوره لمونځ به کوي؟.
ځواب : هغوى به پوره لمنځونه اداء کوي قصر به نکوي، ځکه دا وخت هغوى د هماغه هيواد د افسرانو په تبعيت کې مقيم دي مسافر نه دي ([3]).
که مسافر په مقيم پسې لمونځ کوي حکم يې څه دى
پوښتنه : که مسافر په مقيم پسې تر شا لمونځ کوي نو حکم يې څه ده؟
ځواب : په مقيم امام پسې دنيت تړلو (اقتدا کولو) له وجهې د مسافر په ذمه هم څلور رکعته فرض کيږي ([4]).
له ١٠٠ ميله سفر کولو وروسته بيرته سمدستي راتلونکى به قصر کوي او که پوره لمونځ
پوښتنه : که يو کس ١٠٠ ميله ليرې سفر وکړي، يعنې له خپل ښار څخه د کوم ضروري کار لپاره بل ښار ته ولاړ شي، د ماسپښين لمونځ پر لاره يا په همدغه ښار وکړي، د مازديګر لمانځه په وخت کې بيرته خپل ښار يا کلي ته را ورسيژي، پوښتنه دا ده چې داسې کس به د ماسپښين لمونځ مسافرانه کوي او که پوره به يې کوي؟.
ځواب : د ماسپښين لمانځه په وخت کې مسافر دى، نو ځکه به قصر کوي ([5]).
اسلامي لښکر ته د دارالحرب په قبضه شوې سيمه کې قصر پکار دى او که پوره لمونځ؟
پوښتنه : که يو اسلامي لښکر د دارالحرب په يوه سيمه باندې قبضه وکړي او بيا هلته استوګنه کوي (اوسيژي) نو د هغوى لپاره د روژې حکم څه دى؟ دا په داسې حال کې چې هلته د پيشمني کول مشکل وي، د شپې اور بلول يا حرکت کول ګران وي، همدا ډول دغه خلک به لمونځ قصري کوي او که پوره لمونځ به کوي؟ دا په داسې حال کې يو شمير خلک دا اعتراض کوي چې دلته تر ډيره وخته اوسيدل دي نو پوره لمونځ کول پکار دي، او همدا شان د جمعې او د اخترونو د لمانځه حکم څه دى؟.
ځواب : تر څو پورې چې حکومت نيول شوې سيمه خپله سيمه ګڼلې نه وي تر هغه وخته پورې دغه سيمه دارالحرب دى، لهذا تر همدې وخته پورې هلته اوسيدونکي د مسافر په حکم کې دي.
د روژې متعلق حکم دا دى که چيرته يې نيولى شي نو دا بهتره دى، که نه نو د پريښودلو اجاه يې شته دى او قضاء يې لازمي دى، که چيرته تراويح کولاى شي نو بهتره دى که نو د پريښودلو اجازه يې هم شته دى، په فرايضو کې قصر کول لازم دي، د جمعې او اخترونو لمونځ د هغوى په ذمه باندې فرض نه دى ([6]).
که چيرته امام مسافر وي او مقتدي مقيم وي؟
پوښتنه : که چيرته امام مسافر وي او مقتدي مقيم وي بيا يې څه حکم دی؟
ځواب : مسافر امام به خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام به وګرځوي او د سلام له ګرځو وروسته به ووايي تاسو خپل لمونځ پوره کړئ، زه مسافر يم، مقتديان به د سلام له ګرځولو پرته پورته شي او خپل دوه دوه رکعته لمونځ به پوره کړي، خو په دې دواړو رکعتونو کې دې فاتحه او سورت نه وايي او که سهوه شي نو سجده سهوه دې هم نه کوي ([7]).
په يوه کارخانه کې يوه هفته اوسيدونکي به څو رکعته لمونځ کوي؟
پوښتنه : يو شمير خلک داسې هم دي چې هغوى د يوې هفتې لپاره کارخانه ته راځي او بيا ټوله هفته په کارخانه کې اوسيژي او د پنجشنبه په ورځ بيرته خپل کلي ته ځي، يعنې هغوى پوره هفته دلته قيام کوي، د هغوى لپاره د لمانځه د قصر په باره کې څه حکم دى؟.
ځواب : د هغو حکم هم هماغه دى کوم چې د روزمره تلونکو او راتلونکو دى، البته که چيرته د کارخانې مسافه د قصر وي او يو شمير خلک هلته پنځلس ورځې قيام کوي، نو تر څو پورې چې د هغوى هلته دنده وي نو چې هلته ولاړ شي مقيم کيژي او پوره لمونځ به کوي، هو ! پر لاره په تلو او راتلو کې مسافر دي ([8]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٣.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٨٠، بحواله : عالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣٩، کتاب الصلوة، الباب الخامس عشر في صلاة المسافر.
([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٣.
([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٨١، بحواله : شرح مختصر الطحاوي، ج : ٢، ص : ٩٩، باب صلاة المسافر.
([6]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٧٩، شامية، ج : ١، ص : ٧٣٨.
([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٣.
([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٨٧، بحواله : عالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣٩، کتاب الصلوة، الباب الخامس عشر في صلاة المسافر.



