پاکستان وايي، د پيسو نړيوال صندوق سره يې د پور ورکړې پر سر موافقه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۳)

د پاکستان د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ وايي، نړيوالې مالي ادارې (ای ام اف) سره يې د پيسو د پور ورکولو موافقه شوې ده.

د حفيظ شيخ په وينا، د نړيوالې مالي ادارې سره پاکستان ته شپږ ميليارده ډالر پور ورکول موافقه او دغه پيسې به په راتلونکو درېيو کلونو کې پاکستان ته ورکول کيږي.

نوموړی وايي، د پیسو نړیوال صندوق کې د ۶ میلیارد ډالرو پور تر رسمي منظورۍ وروسته به پاکستان ته د دې پور ور کول پیل شي په خبره يې د دغه پور وروسته به نړيوال بانک هم پاکستان ته تر درې ميليارده ډالره پور ورکړي.

حفيظ شيخ وايي، د دغه پور له اخيستلو سره به په پاکستان کې د ګاز ، بريښنا او ځينو نورو شيانو بيې لوړې شي خو زياتوي چې د ملک اقتصادي حالت به ورسره تر يوې اندازې ښه شي.

له بله پلوه د پيسو نړیوال صندوق هم په يوه اعلاميه کې تاييد کړې چې پاکستان له سختو اقتصادو مشکلاتو سره مخ دی ځکه يې شپږ ميليارده ډالر پور منظوري کړې او دغه پور به د درې کلونو په موده کې ورکول کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button