سرپل مرکز کې اته عسکر وژل شوي؛ درې طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۳)

د سرپل ولايت په مرکز کې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوه پوسته بريد کړی چې په ترڅ کې پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد د مرکز اړوند په قشقري سيمه کې تيره شپه ترسره شوی دی.

یوې امنيتي سرچينې د طالبانو بريد تاييد کړی زياتوي د طالبانو په بيګاني بريد کې پنځه عسکر وژل شوي، درې ټپيان دي او درې تنه نور طالبانو له ځان سره ژوندي بيولي دي.

طالبان هم دغه بريد مني کابل ټکی کام ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، د بريد په پایله کې یاده پوسته د طالبانو لاسته ورغلې او په ترڅ کې يې اته تنه عسکر وژل شوي، څلور ټپيان دي زياتوي د وژل شويو عسکرو جسدونه د جګړې په ځای کې پراته دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د جګړې په جريان کې درې پوليس طالبانو ژوندي نيولي دغه راز لس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو ويلي، په دغه نښته کې د دوی درې تنه ملګري هم ټپيان شوي دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button