ایلس ويلز د ګډ حکومت له دواړ مشرانو سره جلا جلا کتنې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۳)
د جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرسيتاله پرون افغانستان ته رارسيدلې او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره په جلا جلا ډول کتنې کړي دي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې په ښې حکومتولۍ، د امريکا ملکي مرستو ته د بيا کتنې په اړه او دغه راز د ولسمشر غني د هغه وړانديز په اړه چې په وروستيو کې يې د امريکا ولسمشر ټرمپ ته ليږلی و هم خبرې شوي.
په بيان کې راغلي چې د مېرمن ويلز او ولسمشر غني تر منځ د سولې پروسې، د سولې مشورتي لويې جرګې د پايلو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کيد پر اهميت هم خبرې شوي دي.
له بله پلوه د اجرائيه رياست څخه په خپور شوي بيان کې راغلي، چې د اجرائيه مشر عبدالله سره د لیدنې پر مهال ايلز ويلس ويلي چې امريکا په افغانستان کې د دايمې سولې د ټينګيدو په هڅه کې ده او دغه راز راتلونکو انتخاباتو لپاره به هم خپلې مرستې جاري وساتي.



