طالبانو بغلان کې د نيول شوي تن په اړه د دفاع وزارت ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۸)
 
تيره ورځ د افغانستان دفاع وزارت ادعا وکړه چې د بغلان ولايت لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر حاجي محمد رامين نيولی دی.
دفاع وزارت ويلي، چې نوموړی تن د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوی او د هغه لس ساتونکي وژل شوي خو طالبانو د دفاع وزارت یاده ادعا رد کړې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، دا خبره هيڅ حقيقت نه لري، نيول شوی کس مونږ نه پيژنو، انځور او نوم يې زموږ د استخباراتو د مسؤل نه دي.
د مجاهد په وينا، مقابل لوري يې تر دې مخکې هم ورته ډول پروپاګند کړی چې وروسته درواغ ثابت شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button