انجنیر عمیر ویاړ
ولسمشر اوس هم له خپل خره نه کوزیږي، هر څه ورته د لمر په څیر روښانه شول، خو بیا هم د امریکایانو په لنډمهالو مرستو هم ځان تیرباسی، هم ملت، ښه پوهیږي چې طالبان ټوکې نه کوي، طالبان په خپلو تصامیمو کې جدي دي، د طالبانو جدیت دې ولسمشر له دې معلوم کړي چې هغه امریکایان چې له ټولې نړۍ باج اخلي، ټول هیوادونه یې تر اغیز لاندې دي چې د امریکا له خوښې او اجازې پرته آن له چا پلور او پیر نشي کولای، خو برعکس همدغه مغروره امریکا په خپل ټول غرور سره سره د طالب دروازه ټکوی او د سولې او روغې جوړې او له هیواده یې د وتلو ټینګه ژمنه ورسره کوي.
خو ولسمشر بیا هم له خپل خره نه کوزیږي، بیا هم خپلو بې ځایه باټو ته دوام ورکوي، خو باید په دې پوه شي چې باټې بریا نه بایلل لري، بریا یواځې د حقیقت په برخه کیږي او باطل او باټې یوه ورځ نه یوه ورځ حتما نسکوریږي، تاریخ پر دا ډول پیښو ډک دی، باټې ویشتل او د باطل تر شا دریدل یواځې د سمندر مخې ته د شګو د بند جوړولو حیثیت لري، خو حقیقت هغه سمندر ته ورته دی چې هر څه له مخې لرې کوي او پر خپله مخه ځي، هیڅ ډول ګوزارونه پرې اغیز نه کوي، ولسشمر دې درک کړي چې د شګو تر شا دریدل له ځانه سره غرقیدل لري.
ولسمشر ته مو توصیه داده چې د نجیب له سپکاوي ډک مرګ نه دې عبرت واخلي، د حفیظ الله امین له مرګ نه دې عبرت واخلي، او د نور محمد تره کې له مرګه دې عبرت واخلي او د داود خان له مرګه دې عبرت واخلي، او له هیواده بهر د عراق مستبد او سفاک ولسمشر صدام حسین له اعدامه دې عبرت واخلي، د لیبیا ولسمشر قذافي د ملت په واسطه له بدرنګه وژل کیدا له صحنې نه دې عبرت واخلي د یمن د ولسمشر له بې عزته او بې پته مرګ نه دې عبرت واخلي، او بالآخره د سوډان د ولسمشر عمر البشیر له سپکاوي نه دې عبرت واخلي.
نو د امریکا او د امریکا د حلیفانو لمن دې نوره پریږدې خپل خلک دې په یوه او بل نامه نه وژني، له حقیقت دې سترګې نه پټوي، له اسلام سره دې ملا وتړي، او له بې ځایه غورځو پرځو دې لاس واخلي، که نه د دې احتمال ورځ تر بلې زیاتیږې چې د پورته یادو شویو مستبدو باټو ویشتونکو حاکمانو په سرنوشت به اخته شي، او مخکې له دې چې له سپکاوي او ذلت سره مخ شي باید توبه وباسي په خپلو کرغیړنو کړنو پښیماني څرګنده کړي او د اسلام غیږي ته په ټیټ سر خپل ځان تسلیم کړي.
ځکه هغه مهال چې د خدای د عذاب په ګرداب کې راګیر شي توبه او پښیمانتیا هیڅ ګټه نلري، د فرعون پښیمانتیا دې ځان ته ورپه زړه کړي چې کله په دریاب کې د غرقیدا په حالت کې شو نو چیغې یې وکړې چې: آمنت برب موسی و هارون. یعنې ما نور د موسی او هارون پر رب ایمان راوړي، خو خدای پاک د جبرایل ع په واسطه ځواب ورکړ چې آلآن و قد عصیت من قبل. اوس ایمان راوړي؟ او مخکې دې سرکشي کوله.
له ولسمشر نه د ټول مسلمان ملت په ټینګه غوښتنه داده چې نور بې ځایه ضد پریږدي، حقیقت ته حقیقت ووایي او باطل ته باطل او له خپل خره نور پخپله خوښه راکوز شي مخکې له دې چې نور یې د زور له لارې راکوز کړي.
















