(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۴)
طالبانو د تيرې دوو (مارچ او اپريل) میاشتو د ترسره کړو عملياتو نظامي راپور نشر کړ چې په وينا يې په یاده موده کې ۱۸۴۸ عمليات شوي او په ترڅ کې ۱۶۱ بهرني او ۳۵۵۱ حکومتي عسکر وژل شوي دي.
د طالب وياند ذبیح الله مجاهد په رسمي ټويټر اکاونټ په خپور شوي انځوريز نظامي راپور کې راغلي، چې په یاده موده کې د دوی له خوا دوه سرتيري بريدونه شوي، ۳۱ بهرنيان او ۲۷۶۷ دولتي عسکر ټپيان شوي دي.
راپور زياتوي، د دغه عملياتو پر مهال دوه چورلکۍ او شپږ بې پيلوټه الوتکې د طالبانو له خوا نسکورې شوي او ۶۶۸ پوځي وسایط له منځه وړل شوي دي.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي چې د تيرو دوو مياشتو په موده کې طالبانو ته ۱۴۲۷ عسکر تسليم شوي او دغه راز ديرش بيلابيل ډوله وسایط هم لاسته ورغلي دي.
طالبان وخت ناوخت د خپلو نظامي عملیاتو او په هغې کې بهرنيانو او دولتي عسکرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره راپور خپروي.
















