(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۴)
د میدان وردګو ولايت په دايمرداد ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال ملکي خلکو ته ګڼ مالي زيانونه اړولي او د سيمې د مدرسې اووه زده کوونکي يې هم شهيدان کړي دي.
دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په دادوخيل، احمدخيل، موکه، سپين ديوال او ځينو نورو کليو کې ترسره شوي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا عملیاتي عسکرو د عامو خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي، د خلکو له کورونو او دوکانونو يې پيسې او قيمتي مالونه وړي او ځيني موټر او موټرسيکلان يې هم ویجاړ کړي دي.
د یادې ولسوالۍ اوسيدونکي او طالبان وايي، چې وژل شوي ټول ملکي خلک دي چې اووه پکې د مدرسې حافظان او دوه تنه خدمتګاران دي.
طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کې په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا په ملکي خلکو عمليات تاييد کړي وياند يې ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې نهه طالبان يې وژلي رد کړې زياتوي چې په یاده سيمه کې هيڅ مجاهد شتون نه درلود، ټول زیانمن شوي خلک عام کليوال او د مدرسې زده کوونکي دي.
په دغه ولايت کې امنيتي سرچينې په دايمرداد ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عمليات تاييدوي چې په وينا يې ملکي خلک هم پکې زيانمن شوي دي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
ګډو ځواکونو په وروستيو کې شپني عمليات زيات کړي چې هره شپه د هيواد په بیلابيلو ولايتونو کې عمليات کوي او تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کيږي.
دوه ورځې مخکې هم ګډو ځواکونو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال د ننګرهار د عالي ليسې معاون او د چپرهار د عالي ليسې درې تنه ښوونکي شهيدان کړل.
په وروستيو کې چې ګډو ځواکونو هرځای عمليات ترسره کړي نو ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې خو تر اوسه د ملکي تلفاتو د مخنيوي او بشري بنسټونو، یوناما او مسؤولو چارواکو تر اوسه په دې اړه جدي اقدامات نه دي کړي، ترڅو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لړۍ ودرول شي.
















