کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
پلچرخي زندان کې د پولیسو او زندانیانو تر منځ شدیده جګړه روانه ده، د پلچرخي زندان یوشمېربلاکونو کې د امنیتي سرتېریو او زندانیانو تر منځ جګړه روانه ده.
راپورونه وايي، نن سهار اته بجې پولیسو غوښتل چې دمواد مخدره بلاکونو کې له زندانیانو څخه ټلیفونونه واخلي، خو زندانیانو غبرګون ښودلی او نښته رامنځته شوې.
یوشمېرنائید شوي سرچینې وایي چې په دې نښته کې ۴پولیس او۱۷زندانیان وژل شوي او ټپیان شوي.
بلې خوا دکابل ټکي کام همکار له زندانیانو سره رابطه کړې، یو زنداني دنوم نه ښودو په شرط کابل ټکي کام ویلي چې جګړه انتهایي شدیده ده، ده دمرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې دجګړې شدت ته په کتو شاید چې مرګ ژوبله تر۴۰ څخه هم لوړه وي.
















