کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۴، غوایي، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې ایران به په افتخارانه ډول له دې حالته وځي او خپل دښمن ته به ماتې ورکوي.
د روحاني په وینا چې د دوی د دښمن هم په دې سر خلاص دی چې ایران له چا څخه نه ویریږي.
نوموړي نن دا خبرې په ایران کې د علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.
ده ایران یو ستر هیواد بللی او زیاته کړې یې ده چې له چا څخه وېره نه لري.
ایرانی ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ایران او امریکا تر منځ تشنج ورځ تر بلې زیاتیږي.
د دواړو هیوادونو چارواکي یو بل ته له غصې ډکې او تُندې څرګندونې کوي چې دا حالت هم د څیړونکو په اند ښې پایلي نلري.
امریکا په ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، دوی وایي دا کار د دې لپاره نه کوي چې له ایران سره جګړې ته لار هواره کړي بلکې غواړي ایران له ناوړه اهدافو څخه راوګرځوي.
ایراني چارواکي بیا وایي چې په دوی د امریکا بندیزونو هېڅ اغیز نه دی کړی او په وینا یې چې د جګړې په صورت کې ایرانیان د ځان د دفاع ښه پوره توان لري.
















