سکاټ مېلر: په اوسني جګړییز حالت کې دطالبانو خلاف ددولتي ځواکونو ملاتړکوو

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هرات ولایت ته په خپل سفر کې ویلي چې ناټو او نړیواله ټولنه د افغان سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي خو اوسمهال چې جګړه روانه ده په دې جګړه کې هم افغان ځواکونه یوازې نه دي او دوی دطالبانو خلاف په روانه جګړه کې د دولتي ځواکونوتر څنګ ولاړ دي.
نوموړی له یو لوړپوړي افغان دولتي پلاوي سره د جنوبي حوزې د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه هرات ولایت ته تللی دی.
په ورته وخت کې افغان دولتي چارواکي وایي چې د هېواد په بیلابیلو برخو کې یې طالبان ځپلي دي او اوس د تېر په څېر د جګړې کولو توان نه لري.
هغوی دغه راز زیاتوي چې دولتي ځواکونه پیاوړي شوي دي او په دې وروستیو کې یې دوسله والو طالبانو د ډېریو بریدونو مخنیوی کړی دی.
څېړونکي بیا ددوی داڅرګندونې خپلوعساکرو ته دمورال ورکولو په مانا بولي.
دوی وایي چې دولتي اوامریکايي چارواکي په داسې حالت کې دا ادعا کوي چې په تېرو دریوو ورځو کې په لسګونو دولتي ځواکونه وژل شوي، نیول شوي، اوتسلیم شوي چې ښه بیلګه یې تېره ورځ دغور ولایت دچارسدې ولسوالۍ سقوط بللی شو.



