افغان او امریکايي پلاوی په هېواد کې دامریکاولسي پروژو ته یوځل بیاکتنه کوي
کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
افغان او امریکايي چارواکو له اوږدو بحثونو وروسته سره منلې چې افغانستان کې د امریکا ولسي پروژو ته بیا کتنه کوي.
دا ګام د ګډ حکومت په غوښتنه د دې لپاره پورته کېږي چې دا مرستې د بې اغېزې پروژو پر ځای په داسې بنسټیزو پروژو ولګېږي چې څرګندې پایلې ولري.
د هغو پروژو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا اداره یا یو اېس اېډ یې افغانستان کې مالي ملاتړ کوي.
خو دا پروژې چې د روغتیا، زدکړو، کرنې او ښې حکومتولي په برخه کې د افغانستان مختلفو برخو کې روانې دي، افغان حکومت یې پایلې څرګندې نه بولي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او افغانستان ګډ پلاوی دا پروژې وارزوي او پایلې دواړو حکومتونو ته وسپاري.
کابل کې د امریکا سفارت هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته اعلامیه کې ویلي، چې له ارزونو وروسته به متحده ایالتونه دا مالي مرستې د افغانستان د پرمختيايي ستراتیژۍ له مخې درجه بندی کړي.
دا ارزونې وروسته ترهغې کېږي چې ددې پروژو په عملي کولو کې دولتي چارواکي په خورا زیات فساد تورن شوي، خوداچې تراوسه ددې زیانونو مخه ونه نیول شوه، تردې وروسته یې نیول ناشوني ښکاري.



