ټرمپ: منځني ختیځ ته لا دسرتېروپلان نلرو، که اړتیاپېښه شوه داکارهم کوو

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 وروسته ترهغې چې بعضورسنیو دایران خلاف منځني ختیځ ته دامریکايي ځواکونو دلېږد راپورونه ورکړل، نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا اوازې داوس لپاره رد، اوپه راتلونکي کې یې دا احتمال شونی وباله.

نوموړي زیاته کړې، تر دې دمه منځني ختیځ د سرتېرو د لېږلو پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه شي دا کار به هم وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکايي رسنیو ویلي وو، امریکا منځني ختیځ ته د ایران د مخنیوي په موخه ۱۲۰ زره سرتېري لېږي. خو ټرمپ وايي دا راپور ناسم دی او په خبره یې که اړتیا پېښه شي نو بیا به تر دې ډېر سرتېري د ایران شاوخوا ته واستوي.

دده په خبره امریکا هیله لري چې د سرتېرو استولو ته اړتیا پېښه نه شي او ایران په خپل چلند کې بدلون راولي.

خوایران لاهم دامریکاخلاف له خپل دریځ ندی بدل شوی، ایران امریکا ته په اشارې ویلي، که اقدام یې وکړ بدحالت سره به مواجه شي، امریکا بیا ایران ته دخپل دریځ دنرمښت سپارښتنه کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button