روان میلادي کال ۱۵۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۲۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې ۳۸۹ افغان کورنۍ پخپله خوښه له پاکستان څخه راستنې شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې له پاکستان افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو بیا ستنولو لړۍ پيل شوې ده او له مارچ راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

ددغه ادارې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ددوی دوه لوی مرکزونه د بېرته ستنېدونکو کډوالو چوپړتیا کوي او اړین امکانات ورته برابروي. سرچینه کاږي چې د ژمي په موسم کې د کډوالو ستنېدلو لړۍ درول شوې وه، چې اوس بېرته پیل شوې او تمه ده چې لا چټکه شي.

 پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده، خو سره له دې هم هلته د افغانانو ژوند له یو شمېر ستونزو سره مخ دی او پاکستانی حکومت وخت ناوخت پر دوی د فشار هڅه کوي.

دا لړۍ درې کاله پخوا وروسته ترهغې پیل شوه چې دکډوالو پرسر ناندرۍ رامنځته شوې، وروسته بیا نړیوالو مرستندویه موسسو افغان کډوالو سره دیوشمېر نغدي مرستو په کولو سره لکونه کډوال هېواد ته راستانه کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button