کابل ټکی کام ۲۲مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
کولن ریترفورټ یو کاناډايي تبعه دی چې ۵کاله وړاندې په غزني کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو، پرون د دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۱مه نېټه آزاد کړی شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې «دا د انساني خواخوږۍ او اسلامي سپیڅليو اخلاقو په بنیاد او د قطر د اسلامي هېواد په منځګړیتوب او د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم آزاد کړل شوی دی.»


















