کابل ټکی کام (سه شنبه، مرغومی ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل):
کندهار ولایت معروف ولسوالۍ کې د يوې امنیتې پوستې عسکرو خپل ملګري وژلي او د هغوي وسلې يې طالبانو ته ور رسولي.
ویل شوي چې، بیګاه شپه لس بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د ناوې په سیمه کې دجر پوسته کې ۲تنو عسکرو دخپلو ټوپکو شپیلۍ په دوو نورو عسکرو راواړولي، چې په مهال یې ۲تنه عسکر ځای پر ځای وژل او دوي له پوستې نه پښې سپکې کړې.
د خبرله مخې دواړه عسکرو له طالبانو سره په پټه کې رابطه لرله او د طالبانو په هڅونې يې دغه کار ترسره کړی.
ذبيح الله مجاهد هم د دغې پېښې خبر ورکوي او زیاتوي چې ددوي نفوذي مجاهدینو کندهار ولایت معروف ولسوالۍ اړوند جر پوسته کې خپل دوه نور ملګري وژلي .
د مجاهد په وینا له بریدوروسته دواړه مجاهدین ددښمن له یوه ثقیل او ۲ کلاشنکوفونوسره روغ رمټ تر مجاهدینو پوري ورسیدلي
سلیم بریال


















