پشتکوه کې ۳ ټانګونه له منځه تللي ۷ عسکر وته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام  (سه شنبه، مرغومی ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل):  له فراه ولایت  پشتکوه ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې تېره ورځ سهارمهال شاو خوا لس بجې د محمد شاه کلي سیمه کې هغه مهال سخته نښته رامنځ ته شوله کله چې یو شمير طالب وسلوال په یادې سیمې کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شول.

د خبر له مخې محاصره طالبانو لږ وخت لپاره مقاومت وکړ، چې نور کومکي طالبان سیمې ته ورغلل او په افغان امینتي ځواکونو يې برید پیل  او محاصره يې ماته کړه .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې خبر پاڼې په ترڅ کې د جګړې په اړه معلومات ورکړي او زیاتوي، چې دغه برید له سپکو اودرنو وسلو کارواخستل شو دماښام تر   ۷   بجوپوري یې دوام وکړ .

مجاهد زیاتوي دبریدپه پایله کې افغان امنیتي ځواکونو تلفاتوپه اوښتلو سره له سیمې و تښتېدل او ددوي مجاهدين له محاصرې خلاص شول .

مجاهد همدارنګه وايي، چې دبرید په مهال د دښمن ۲ټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ ۳تنه عسکر  قتل ۴ نورمرګوني ټپیان شول .

او همدارنګه د خپلو ۳ تنه ملګرو ټپي کېدلو او د ۲ تنو نور وژل کېدو خبر هم ورکړی .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button