مبصر : سعيدالله ارچيوال
په ډيرو مواردو کې افغانانو خپلې وړتياوې ښودلي نن مو له سياست، ارګ، اجرايه رياست، ډنډورو، ملنډو او د سرچوک له آوازو ډير لرې د سپورت نړۍ ته ولم د کرکټ له برياوو بیا د فوټبال تر ګولونو او د چين تر نړۍ والو لوبو پورې په ټولو برخو کې افغانان دومره ځلیدلي دي چې نړۍ ورته هکه پکه شوې، ددې لامل پر افغانانو د نړۍ يا چا پيرزوينه نه بلکه الهي ورکړه ده، الله دوی ته استعدا ورکړی دی ترې استفاده شوې او داده نن په نړۍ کې ځليږي.
په سپورتي برخه کې د افغان ملي لوبډلو کړنې مشت نمونه خروار ده خو دلته بیا د سپورت او سياست تر منځ لوی واټن او دا چې په سياسي برخه کې موږ ولې موثريت نلرو او هر وخت نيمګړی سياسي ماشوم زیږي ستر لامل يي دادی چې په سياست کې وړتيا نه بلکه اړيکې، پيسې،په خيال باندې په خلکو ځان منل او هسې دروغ ويل دي خو په سپورت کې بيا هرڅه په ډګر کې دي که سم بال وکړې سيال به اوټ کړې که سم بيټيڼګ وکړې د سيال زړه به ور خوړين کړې خو کاش سياست هم د پردې تر شاه نه بلکه په ډګر لوبه وی په نوره نړۍ کې سياست پنځوس سلنه د پردې مخې ته او پنځوس سلنه شونې ده د پردې شاته وي خو په افغانستان کې سياست سل په سلو د پردې تر شاه دی.
په وروستیو ۱۳ کلونو کې کرکټ هغه ټيم دی چې له کمپونو يي شروع راکړې، کډوال وو بې کوره وو، افغانستان ته راغلل له هر ډول دولتي ملاتړ ډير لرې يي د خپلو مټو په زور تر دې ځايه ځان را ورساوو ان تر دې چې ويل کيږي په سپانسرونونو، تړونونو او ځينو مرستو خو يي څو وزیرانو، معينانو او والیانو هم خيټې غوړې کړې، کرکټ شونې ده لومړنۍ اداره وي چې په خپلو پښو ولاړه ده او د مټو په زور معاش، موټر، دفتر او يا په بهر کې هوټل او د ويزې لګښت پوره کوي.
خو ولې په حکومتي چوکاټ کې داسې نه شي کيدای، دلته بیا هم باید و وايو چې نه وړتيا شته نه هم ژمنتيا دلته هر سړی تر خپلې وسې پورې غل دی، پرون به مو ننګرهار ته د ولسمشر يوازې ننداره ایز او د ټاکنیزو منډو ترړو په څير سفر ليدلی وي، خلکو هيلې درلودې د ډيرو لرې کيدو او بندي کيدو ته سترګې په لار وو خو ولسمشر به وويل:« غاصب ونيسی، ويي وژنۍ، بندي يي کړی» تر څنګ ناست غاصب به يي په ولاړه ورته چکچکې کولې تا به ويلې که چيرې د ټوکو پروګرام دی او غني ډيره سخته خندونکې ټوکه وکړه، کاش دا وطن په خبرو جوړيدای ايا تر سياف به ښې خبرې د بل چا زده وي، آيا تر حکمتيار به ډيرې لیکنې او شننې نورو کړي وي، آيا تر کرزي به ښه ويناوال بل په افغانستان کې بیا پيدا شي؟
خو دلته تر ټولو مهم شی عمل دی، عمل دی چې هر څوک د سيال سره سيال کولای شي، عمل دی چې يو هیواد په پښو دریدلی شي او په خپل وخت کې خپلو اړتياوو ته رسیدای شي، عمل دی چې هیواد په خپلو پښو دريدای شي، عمل دی چې دا ثابته وي چې موږ پنځه زره کلن تاریخ درلود اوس يي هم ساتی شو کنه، عمل خيالي خبرې، عمل د پرديو تر سيوري لاندې ژوند کول، عمل د نورو په مرستو خپله خيټه ډکول او عمل په نړۍ کې ګدايي کولو ته نه بلکه له خپل جواري، غنمو،په پټيو کې له خرابیدونکو ميوو سره زر جوړولو ته ويلی شو.
کاش موږ دلته په عمل کې ثابته کړې وی چې موږ لکه څنګه چې په سپورت کې ځلیدای شو همداسې په سياست، اقتصادي وده، د وطن لپاره په مبارزه، ريښتونولي او ښه مشرتوب کې هم ځليدی شو، خو دلته هيڅوک د عمل نه بلکه د خيال، خلکو د غولولو، ځان ته د ګټې وټې کولو او په ټول کې په ځان فکر کولو ته وايي.
باور وکړی چې کله سړی ننګرهار او يا هغو ولايتونو ته ولاړ شي چې نوي والیان پکې ټاکل شوي دي او دوی کومې غلاوې پيل کړي دي له ځان سره په فکر کې ولاړ شي کله چې والي دومره غل وي، نو د وزیر، سلاکار، رئيس او مدير به څه حال وي؟ کله چې په نړۍ کې دوهم مفکر معاملې او خپلو شخصي ګټو ته غاړه ږدي نو نور به څه وکړي، له بې سواده پولیس يا له هرڅه بې خبره کلیوال څخه څه ګيله؟
راځئ له کرکټه يي زده کړو که کرکټ په نړۍ کې تر ټولو ډيرې لوبې ګټلی شي، که کرکټ په لسو غوره ټيمونو کې راتلی شي که کرکټ په دنيا کې ځلیدای شي راځئ وطندوستي، ريښتونولي، له فساد سره مبارزه، کار اهل کار ته سپارل هم نړۍ ته وښيو وطن په خيالاتو نه شي جوړيدای، پروني خيال د اچين، بټي کوټ او شينوارو د مظلوم ولس هيڅ درد دوا نکړ نور به يي هم ډير کړي، د ولسمشر تر دې سفرونو او سکايپ او چټونو به ښه وي چې دا سړی عمل ته شي، شااوخوا يو وار بیا فکر وکړي، چاپړوس، معامله ګر، پردی نوکر او له بهرنیانو سره تړلې کړۍ له ځانه لرې کړي او په ريښتوني ډول سره خدمت ته مخه کړي.
کرکټ نمونه ده نور مو خوښه چې څه پند ترې اخیستی شی کنه خو په نړۍ کې مو د ښو او بدو حساب له انسانیت سره شته که چيرې مو نړۍ له فاسدو مشرانو خبره وي نو له برياليو لوبغاړو او مسولانه ولسه هم خبره ده خو موږ ورته ځکه مهم نه يو چې دوی زموږ پر سر پروژې ډيزاين کولای شي خو که موږ د ځان په ارزښت پوی شو نو بیا هرڅه بدليدای شي راځئ مثبت بدلون ته لاس په کار شو او عملا د خپل هیواد بساينې، سولې، ټيکاو او په پښو دريدو ته لاس په کار شو دا وطن د ټولو دی دنفيي سياستونه يا تش خبرداري مه ورکوی دلته خبرداری ان ماشوم هم نه مني دلته که ته خبرداری ورکوې بل يي شونې ده په سوک ځواب درکړي راځۍ د تحمل سياست خپل کړو د سولې په اړه تر څلور اړخیزې ناستې وروسته باید په ټول کې ورته يو افغاني مکانیزم جوړ شي راځئ هرڅه یو واقعيت ومنو.

















