هند: پلوامه کې د بیلتون غوښتونکو او هندي سرتیرو ترمنځ نښته شوې

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۵غوایي، ۱۳۹۸)

د هند اړوند کشمیر پلوامه کې د هندي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو سرتیرو ترمنځ نښته رامنځته شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هند رسنیو خبر ورکړی چې هندي ځواکونو په پلوامه کې د بیلتون غوښتونکو ځای په نښه کړ او وروسته د چاپې اچولو په خطر سیمې ته ولاړل.

هندي ځواکونه د چاپې اچولو پر مهال له وسلوال غبرګون سره مخ شول او د دواړو خواو ترمنځ نښته پیل شوه.

په جګړه کې یو هندي پوځي وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.

د سرچینو په حواله چې درې تنه بیلتون غوښتونکي هم وژل شوي او یو تن ملکي وګړی ژوبل شوی دی.

د سیمې خلکو ویلي چې هندي ځواکونو د سیمې د یو کس کور هم په بمونو الوځولی دی.

د سیمې اوسیدونکو د هندي پوځیانو د دې کړنې په غبرګون کې لاریون کړی چې د پولیسو لخوا له خنډ سره مخ شو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button