ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ایران او جرمني له استازو سره لیدلي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲۵غوایي، ۱۳۹۸)

ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس او د افغانستان په چارو کې د ایران له استازي سره لیده کاته کړي دي.

دوی د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ په افغان سوله هم غږیدلي دي.

مارکس ویلي چې جرمني تیار دی ترڅو د افغان سولې په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

مارکس زیاته کړې چې هیواد یې هڅه او کوښښ شروع کړی ترڅو د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لار هواره کړي.

مارکس دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغاني سیاسي شخصیتونو ترمنځ غونډه د ارګ په هڅو او زیار لغوه شوه.

طالبانو ویلي وو چې په دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازولۍ ګډون نشي کولای خو ولسمشر غني ټینګار کاوه چې د ده له لوري به ۲۸۰ تنه ګډون کوي.

همدا لامل وو چې غونډه تر نامالومې مودې پورې لغوه اعلان شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button