پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د سورة اخلاص عجیبه فضائل!!

محمود نشرونکی: محمود
مې 17, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
25
ځلې شریک شوی
313
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: مولوی ضیاءالحق 《صدیق یار》

۱: له ابی سعید الخدری رض څخه روایت دی چه یو سړي له بل سړي واورېدل چې سورة اخلاص یې تلاوت کولو او بار بار یې ویلو، کله چه صبا شو نبي کریم ص ته راغلو داواقعه یې ورته ذکر کړه، نبی کریم علیه السلام ورته وویل: زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح یې په قبضه کې دی، داسورة دقران له دریمې سره برابردی.

دا هم ولولئ

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

۲: همدارنګه له ابی سعیدالخدری رض څخه روایت دی هغه وایي نبی کریم ص خپلو اصحابانوته وویل: ستاسو په وس کې شته چه د قرآن دریمه هره شپه ولولئ!، دا کار پر صحابه کرامو سخت شو او ویې ویل پر موږ کې کوم یو د دې طاقت لري؟، نبی کریم ص ورته وویل (الله الواحد الصمد) یعنی سورة اخلاص د ثلث القرآن برابر دی.

۳:عائشه رض فرمایي نبی کریم ص  یو سړی له سریه سره ولېږلو، هغه به خپلو ملګرو ته په لمانځه کې قرائت ویلو او په سورة اخلاص به یې ختمولو، کله چه صحابه کرام راوګرځېدل، نبي کریم ص ته یې دا واقعه ذکر کړه،  صحابو ته نبي کریم ص وویل: پوښتنه ترې وکړئ! د څه لپاره یې  داسې کول!

دوی ترې پوښتنه وکړه، هغه  وویل ځکه دا صفت د رحمان دی، زه خوښوم چې ورباندې قرائت ولولم.

نبي کریم ص ورته وویل: خبر ورکړئ ده ته چه الله ستاسره مینه لري.

۳:له ابی هریرة رض څخه روایت دی هغه وایي چې زه له نبی کریم ص سره مخامخ شوم د یو سړي څخه نبی کریم ص سورة اخلاص واوریدلو، نبی کریم ص وویل: واجب شو ماورته وویل څه شی واجب شو؟ نبی کریم ص وویل جنت.

۴:انس بن مالک رض له نبی کریم ص څخه روایت کوي: چا چې هره ورځ سورة اخلاص دوه سوه ځله ولوستلو الله تعالی به ورته د پنځوسوکلونو ګناهونه معاف کړي، بدون له قرض نه.

۵:په همدې سند له نبی کریم ص نه روایت دی څوک چې خپلې بسترې ته ځي بیا په ښي طرف ویده شي، بیا سورة اخلاص ووایي سل ځله، کله چې د قیامت ورځ شي الله به ورته وایي اې بنده! جنت ته په ښي طرف داخل شه.

۵:انس ابن مالک رض روایت کوي چې نبی کریم ص وویل: چا چې سورة اخلاص پنځوس ځله ولوستلو ده ته به د پنځوسو کلونو ګناهونه معاف شي.

۶:سعید بن المسیب وایي نبی کریم ص فرمایلي دي: څوک چې سورة اخلاص لس ځله ولولي. ده ته به په جنت کې ماڼۍ جوړه شي،که یې شل ځله ووایي دوه ماڼۍ به ورته جوړې شي، که یې دېرش ځله ولولي درې ماڼۍ به ورته جوړې شي،

عمرابن الخطاب رض وویل :زما دې قسم په الله وي یارسول الله! په دی وخت کې به زه ماڼۍ زیاتې کړم

نبی کریم ص ورته وویل: الله له دی نه هم زیات پراخه کوونکی دی.

۶:یزیدبن عبدالله بن الشخیر له خپل پلارنه روایت کوي هغه وایي: نبی کریم ص فرمایلي: څوک چې سورة اخلاص په مرض الموت کې ووایي د قبر له فتنې، تنګوالي او نیولو د قبر څخه به په امن وي او د قیامت په ورځ به یې ملائکان په خپلو لاسونوکې وړي تر دې چې له پُل صراط تېر شي.

۷:عبدالله بن عمرله نبی کریم ص څخه روایت کوي هغه وايي نبی کریم ص وفرمایل: څوک چې د جمعې په ورځ مسجد ته داخل شي، هلته څلور رکعته لمونځ وکړي په هررکعت کې فاتحه او پنځوس ځله سورة اخلاص ولولي (دوه سوه ځله سورة اخلاص شو) تر هغه پورې به دا کس مړ نه شي ترڅو یې خپل ځای په جنت کې نه وي لیدلی او یا به ورولیدل شي.

۸:سهل بن سعدالساعدی وایي نبي کریم ص ته یوکس د غربت او د ژوند د تنګوالي شکایت وکړ، نبي کریم ص ورته وویل: کله هم چې کورته داخلیږې سلام کوه! که څوک په کورکې ؤ، که نه ؤ بیا پر ما سلام اچوه! او یوځل سورة اخلاص لوله.

دې سړي دا کار وکړ، الله نه تنها پر ده رزق پراخه کړ، بلکې  ګاونډیان یې هم الله مالدار کړل.

۹:حضرت انس رض وایي له نبي کریم ص سره په تبوک کې ؤ چې لمر له داسې سپینوالي، شعاع او نور سره راوخوت چې موږ یې مثال نه ؤ لیدلی تر دې چې حضرت جبریل علیه السلام راغلو، نبي کریم ص ورته وویل: جبریل نن لمر څنګه داسې راختلی چې مثل یې مخته نه دی لیدل شوی؟

جبریل وویل: دا ځکه چې معاویه بن معاویه اللیثي په مدینه کې نن ورځ وفات شوی، الله اویازره ملائکې د هغه د جنازې لپاره راولېږلې، نبي کریم ورته وویل: دا ولې حضرت جبریل علیه السلام ورته وویل: ده سورة اخلاص ډېر ویلو تر دې چې د شپې ورځې، په ولاړه، ناسته او تللو کې به یې هم ویلو.

بیا یې نبي کریم ص ته وویل: یارسول الله ایا ستاسو خوښه ده چې زه ځمکه رالنډه کړم تر دې چې ته هم ورباندې جنازه وکړې. ده ورته وویل هـو  بیا یې جنازه پرې وکړه.

تفسیر قُرطبی ۲۰جلد ص۲۲۹ -۲۳۰-۲۳۱

لوی ټکي: د غربت او زړه تنګوالي لپاره شفاءذ سورت اخلاص فضائل
مخکینې مطلب

ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ایران او جرمني له استازو سره لیدلي

بل مطلب

امریکا ته د ایران ګواښ؛ په فارس خلیج کې امریکایي بیړۍ په نښه کولای شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com