(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۸)
د هرات د اوبه ولسوالۍ د اولسوال پر موټر د ماين چاودنه شوې چې د نوموړي د ټپي کيدو ترڅنګ پکې شاوخوا شپاړلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چاودنه نن د شنبې په ورځ سهار مهال د یادې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
د جيلاني په وينا، کله چې د اوبه اولسوال له سيمې څخه تيريده نو په موټرسيکل کې د ځآی پرځای شويو چاوديدونکو توکو پرې چاودنه کړې چې د دو تنو د وژل کيدو تر څنګ پکې څوارلس کسان ټپيان شوي دي.
د اوبه ولسوال معاون عبدالرحيم سروزی بيا وايي، چاودنه ډيره زوروه وه چې له کبله يې ولسوال مرګونی ټپي شوی چې دا مهال تر تداوۍ لاندې دی زياتوي په دغه چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ هم چاودنه تاييد کړې خو په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو په چارواکو، نظامی او دولتي کارمندانو وخت ناوخت د طالبانو له خوا چاودنې ترسره کيږي.


















