د شوروي اتحاد یرغل او نه اټکل کېدونکې ماتې
ليکنه : خوشال دُرانی
هر یرغل تر شاه وراني، بربادي، یتیمان، کونډې، غمونه، دردونه، کډوالي، لوږه، تنده او لوی ناورینونه پرېږدي، چې ددغه ناورینونو پای بیا پېړۍ وخت اخلي. د ګران هېواد په تاریخ کې دلته هر یرغلګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوي او هر یرغلګر له سترې ماتې او شرمنده ګۍ سره ټیټ سر له دې خاورې وتلی دی.
د ګران هېواد د تاریخ زرینې پاڼې د سترو امپراطیورو په هدیرو د بدلېدو ډکې دي. له مقدوني سکندر نه، تر انګرېزانو، روسانو او اوس د امریکا په مشرۍ د دوه پنځوس هېوادونو یرغلګرو دلته ماتې وخوړه. افغانانو د شلمې پېړۍ په پای کې د نړۍ ستر قدرت ته د لوی څښتن تعالی په مرسته ماتې ورکړه او د افغانانو د بې سارې قربانۍ له برکته د منځنۍ اسیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو خپله خپلواکي تر لاسه کړه.
له نن نه پوره ۳۶ کاله مخکې یعنې د ۱۳۵۸ د مرغومي پر شپږمه د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او له لس کلن سختو نښتو وروسته شوروي عسکر له سترې شرمنده ګۍ سره له افغانستان څخه ووتل.
پوره ۳۶ کاله مخکې د وخت شوروي عسکرو د افغانستان د شمال له لارې پر افغانستان یرغل وکړ او تر سهاره یې د کابل ښار ټول مهم ځایونه نیولي وو. په لومړي وخت کې د شوروي عسکرو شمېر پنځه ویشت زره وو، چې هوایي ځواکونه او پیاوړي پوځي تجهیزات هم ورسره وو او وروسته یې شمېر څه باندې یو نیم لک تنو ته ورسېده. دغه ورځ وه، چې افغانستان کې بیا تر ننه، نه سوله راغله، نه یې پرمختګ وکړ او هېواد مو تر اوسه د بهرنیو استخباراتي لوبو مرکز دی.
ګران هېواد ددې یرغل له امله له ګڼو اقتصادي، سیاسي او روزنیزو ستونزو سره مخ شو، چې پایله یې په هېواد کې بې اتفاقي، بېلوالی او د کورنیو جګړو لامل شو.
د وخت شوروي عسکر د ببرک کارمل په بلنه افغانستان ته راغلل او حفیظ الله امین یې وواژه. کارمل د تاشکند راډیو څخه اعلان وکړ”زه ببرك كارمل د افغانستان د خلكو د واحد ديموكراتيك ګوند د مركزي كمېټې له لوري د امريكا د امپراليزم د سفاك جاسوس او د جبار ديكتاتور حفيظ اله امين د فاشستي رژيم د نسكورېدو له امله تاسو كړيدلو هېوادوالو ته مباركي وايم.” ددغه اعلان وروسته بیا تر ننه د هېواد حالات سم لوري ته نه دي تللي.
د شوروي عسکرو د ماتې لاملونه
ما مخکې یادونه وکړه، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هېڅ یرغلګر ته سر نه دی ټیټ کړی. د وخت شوروي عسکرو د راتګ سره په افغانستان کې ظلم او زیاتی پیل کړ. له دې وړاندې هم د وخت کمونیستي نظام داسې کارونه پیل کړي وو، چې د اسلامپالو افغانانو غصه یې راپارولې وه. په هرات کې د زرګونه خلکو وژل ددې لامل شول، چې عام افغانان د دین دفاع د ټوپک له لارې وکړي. کله چې شوروي عسکر عملاً د جګړې ډګر ته داخل شول، نو اسلامپال اشخاصو هم د هجرت لاره ونیوه او د هجرت په دیار کې یې د جهاد تابیا وکړه او په افغانستان کې د شورویانو او د هغوی لاسپوڅو پرضد یې جهاد پیل کړ.
افغانانو د لس کلونو په موده کې بې سارې قرباني ورکړه او د نړۍ ستر زبرځواک یې د لوی څښتن تعالی په مرسته مات کړ. ددغه قربانیو ګټه یوازې افغانانو ته نه وه، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو هم خپل استقلالیت اعلان کړ او د شوروي اتحاد له منګولو خلاص شول. شوروي اتحاد دړې وړې شو او تېر برم یې خاص د تاریخ پاڼې شوې او د افغانانو قرباني د تاریخ په زرینو پاڼو کې ولیکل شوې.
د شوروي اتحاد اقتصاد کمزوری شو، زرګونه پوځیان یې ووژل شول، زرګونه ټانګونه، لسګونه طیارې او نور مهمات یې د مجاهدینو په لاسونو کې پاتې شول. شوروي اتحاد تراوسه بیا پر نړۍ د واک چلولو خیال هم نه دی کړی او افغانستان ته به بیا په ټول عمر په کږو سترګو ونه ګوري.

















