پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د پاسکال ژوند لیک

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 12, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
16
ځلې شریک شوی
201
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل  
   پوره نوم یې بلز پاسکال دی، دې ستر فرانسوي ریاضي او فزیک پوه د ۱۶۲۳ زېږدیز کال د جون میاشتې په نولسمه نېټه د فرانسې د پلازمېنې پاریس اړوند د کلرمون په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . هغه مهال یې په ده باندې د سپېڅلي موجود نوم کېښوده .
  پلار یې اتین پاسکال د کلرمون د مالي ادارې د رییس په توګه دنده ترسره کوله . پاسکال په یوه تونده او قانون ته ژمنه کورنۍ کې دې نړۍ ته راغی . نوموړي د ژیلبرت او ژاکلین په نومونو له ځانه دوې مشرانې خویندې لرې . مور یې آنتوانت بګون له غوسې ډک ژوند د بار لاندې، چې د پاسکال پلار را منځته کړی و، خپله ملا ټیټه کړې وه او په داسې حال کې چې پاسکال درې کلن و، له دې نړۍ څخه یې د تل له پاره سترګې پټې کړې او خپل اولادونه یې یوازې پرېښودل . د پاسکال پلار د خپلې مېرمنې له مړینې وروسته په خپلو اولادونو لا پسې سختګیري کوله، هغه غوښتل چې اولادونه یې د هغه وخت د وچې کلیسایي روزنې لاندې ستر او وروزل شي .
    پاسکال په کوچنیوالي کې له ریاضیاتو سره خپله لېوالتیا وښوده، خو د پلار له مخالفتونو سره مخ شو؛ پلار هڅه کوله، چې هغه د علمي کتابونو پرځای د ادبي کتابونو مطالعې ته وهڅوي؛ تر دې چې پاسکال یې په کور کې د ریاضي کتابونو ته  له لاس ور وړلو څخه هم منع کړ.
هغه په دې باور و چې ریاضات یې د زوی ذهن ستړی کوي . د پاسکال پلار له خپلې دندې څخه ګوښه شو، هغه هوډ وکړ، چې د خپلو اولادونو د روزنې له پاره ډېر وخت په پام کې ونیسي، هغه د خپلو اولادونو روزنې ته له مخکې ډېر حساس شوی و. اولادونه هم باید د پلار د امر لاندې وای . پلار یې په ۱۶۱۳ زېږدیز کال کله چې پاسکال اته کلن و پاریس ته لاړه، ترڅو په ادبي او مذهبي څېړنو کې ډېر امکانات ولري . هغه د خپل زوی روزنه په غاړه واخیسته . لومړی یې په کور کې د ریاضیاتو ټول ښوونیز کتابونه راټول کړل . هغه په دې باور و، چې نباید زوی ته یې د خدای (ج) له لوري ورکړل شوې انرژي په نورو فعالیتونو مصرف شي، مګر پاسکال د ریاضي له زده کړې سره ډېره زیاته مینه لرله . هغه د خپل یوه دوست له لارې اقلیدسي کتابونه تر لاسه کول او پټ به یې مطالعه کول .
   پاسکال د دولس کلنۍ پرمهال په هندسه کې ډېر جدي شو او د اقلیدس د قضیو په اړه یې څېړنې پیل کړې، هغه پرته له دې چې ښوونکی ولري، وې کولای شول چې د اقلیدس ډېری هندسي قضیې له ځان سره ثبوت کړي . په شپاړس کلنۍ کې یې د تصویري هندسې یوه قضیه کشف کړه، چې وروسته د پاسکال قضیې په نوم ونومول شوه . نوموړي هماغه کال د (مخروطي مقاطع ) په نامه یو کتاب ولیکه، کله چې پلار یې له دې موضوع څخه خبر شو، نو لومړی ډېر غوسه شو، خو وروسته د خپل زوی د فکر په ستروالي وپوهېده، له خپل پخواني هوډ څخه منصرف شو او هغه یې خپلواک پرېښوده، ترڅو ریاضیات زده کړي . دې کوچني نابغه د خپل کتاب په لیکولو سره ډېر زیات مشهور شو او د ریاضیاتو په هکله یې د خپل پلار نظر ته بدلون ورکړ . په اصل کې پاسکال د خپل ځان ښوونکی و . پلار یې پوه شوه، چې له دې څخه زیات نه شي کولای، چې د خپل هوښیار او ځیرک زوی مخه ونیسي . ځوان پاسکال د ریاضي پوهانو او عالمانو له یوې ډلې سره د مرسن د دایرې په اړه په یوه اوونیزه غونډه ګډون وکړ . کله چې د دې نابغه کتاب د دکارت لاس ته ورسېده، نو دا یې نه شوه منلی او وې ویل : دا هېڅ امکان نه لري، چې یو شپاړس کلن هلک دې پرته له دې، چې د رضیاتو د ښوونکو تر نظر لاندې ښوونه او روزنه وویني داسې کتاب ولیکي، مګر وروسته له دې، چې ډاډه شو، نو د هغه نبوغ او استعداد یې وستایه .
   پاسکال له شته کتابونو او دغه راز د اقلیدس او دکارت له کتابونو څخه ګټه اخیسته، خو ټول مطالب یې په سمه توګه نه شو زده کولای، ځکه چې ستونزمن لغتونه او شکلونه یې لرل . پاسکال د ګوتو په شمېر کسانو له ډلې څخه و، چې له خپله کاره یې خوند اخیسته . نوموړي په هغه دوران کې د هندسې په اړه یوه مقاله ولیکله او هغه یې د ریاضي پوهانو په یوه غونډه کې د هغوی حضور ته وړاندې کړه، چې د ټولو د پام وړ وګرځېده . په هندسه او ریاضیاتو کې د فعالیت سربېره هغه په فزیک کې هم څېړنې کولې . په ۱۶۴۰ زېږدیز  کال یې د حساب ماشین اختراع کړ، چې په دې اختراع سره یې ټول حیران کړل، یادې اختراع پاسکال لاپسې مشهور کړ . پاسکال د فزیک په برخه کې ډېر کشفیات کړي دي، چې د هغو له ډلې څخه کولای شو په سیالاتو کې د فشار لېږد په اړه د پاسکال اصل ته اشاره وکړو .
   بلز پاسکال ډېر هوښیار او خلاق و، په داسې حال کې، چې ټول د دکارت د تحلیلې هندسې د قضیې په درک باندې بوخت ول، نوموړي په ۱۶۳۹ ز کال د مخروطي مقاطع په برخه کې یوه مقاله ولیکله او هغه یې خپره کړه . د پاسکال اصل تر ټولو مهمه نظریه یې وه. د پاسکا اصل د مایعاتو د فشار د لېږد په اړه داسې وایي :  هغه فشار چې د مایع په یوه ځانګړې برخه باندې واردېږي، له کمښت پرته په ټولو برخو باندې یې واردېږي .
    د پاسکال شپږ ضلعي قضیې په هندسه کې انقلاب را منځته کړ. هغه څرګنده کړه، چې هغه درې نقطې چې د اضلاعو له تقاطع څخه یو شپږ ضلعي ته مخامخ محاط شوي دي او په یوه مخروطي مقاطع کې لاسته راځي، پر یوه مستقیم خط واقع کېږي، هغه مستقیم خط، چې د اضلاعو د تقاطع له هرو درې نقطو څخه په یوه نقطه یې مخامخ قرار نیسي د پاسکال خط په نامه یادېږي .
  خور یې ژیلبرت د هغه ژوند لیک ولیکه او هغې د خپل ورور په اړه داسې ولیکل : د ځوان پاسکال مقالې او نظریې په ریاضیاتو کې تر ټولو غوره نظریې دي، چې د ارشمیدس له وخته تر اوسه لیکل شوې دي . پاسکال له دوامدارې بې خوبۍ څخه ځورېده .
  پاسکال د خپلې خورې ژاکلین تر اغېزې لاندې راغی، عبادت خونې ته جذب شو او ځان یې کلیسا ته وقف کړ . په اصل کې  د دې نابغه له وجود څخه د نړۍ  بې برخې کېدل د ده خور پوچه او له تعصبه ډکه عقیده وه، چې په هغه یې اغېزه وکړه، نو له همدې امله یې خپلو ټولو علمي فعالیتونو ته شاه کړه او مسیحي راهبانو ته یې مخه کړه، له توبې او طلسم څخه د ګټه اخیستې له پاره به یې په خپلې ملا پورې مېخ لرونکی کمربند تاړه او په هغه سوړ تخت باندې به ویده کېده، کوم چې له خښتو څخه جوړ شوی و، ځکه خور یې په دې باور وه، چې پوهه جسمي شهوت ( خوند ) ته ورته یو رواني شهوت دی له پوهې څخه د خپل ذهن د پاکولو له پاره باید خپل جسم ته عذاب ورکړي، ترڅو د الله (ج) له لوري د بښنې وړ وګرځي . په همدې حال کې پاسکال د خپلې خور خاوند ته داسې ولیکل : ګومان نه کوم، چې لاچاره واوسو، هغه فکرونه او حکمونه، چې له تېر څخه موږ ته را رسېدلي دي ومنو، مګر داچې منطقي او له شک پرته دلیلونه ولري او زما په اند ډېره کمزوري او ناپوهي ده، چې څرګندو حقیقتونو ته غاړه کېنږدو او په خپلو زړو فکرونو باندې باور ولرو . په حقیقت کې پاسکال د هغه وخت د کلیسا په بېځایه او ناسنجل شوو عقایدو باور نه درلوده او یوازې د خپلې خور تر اغېزې لاندې راغلی و .
  په ۱۶۴۸ زېږدیز کال په کلیسا کې د غاښونو په درد اخته شو او له دې درد څخه د ځان ژغورنې په خاطر یې ریاضیاتو ته پناه یوړه او په اتو ورځو کې یې د انتیګرال او د خپلو نورو کشفیاتو په اړه د دیفرانسیل د محاسبې په برخه کې یو کتاب ولیکه . هغه د خپل ژوند څلور وروستي کلونه د ریاضیاتو او فزیک په برخه کې ګټور کارونه ترسره کړل او یوازې یې ځان شکنجه کړ، دغه راز هغه په مذهبي کارونو لاس پورې کړ او اتلس لیکونه یې د دې موضوع تر سرلیک لاندې ( که چېر خدای ج نه وای ) په خدای (ج) باندې بې عقیدې انسانانو ته په خطاب کې ولیکل . پاسکال ګټور او ستونزمن ژوند درلوده . نوموړي د ۱۶۵۴ ز کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه په داسې حال کې د یوه سیند د پل په سر راګیر شو، چې  آس ګاډو خپل کنټرول له لاسه ورکړی وو د پله له دېوال څخه ښکته سیند ته ور وغورځېده، که څه هم له دې پېښې څخه وژغورل شو، مګر دې پېښې پرې بده اغېزه وکړه او سخت ناروغ شو . نوموړی په ۳۹ کلنۍ کې د هغې ناروغۍ له امله، کومه چې په ماغزو کې یې رامنځته شوې وه، په پاریس کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
  پاسکا نه یوازې یو ریاضي پوه، فزیک پوه او مخترع نه  و، بلکې یو فیلسوف او مذهبي لیکوال هم ګڼل کېده او څو کتابونه یې د بېلګې په ډول د ( فکرونه ) کتاب یې د مسیحي مذهب په برخه کې ولیکه .
  بلز پاسکال په دې عقیده و، په کوم څیز باندې د پوهېدلو له پاره باید له هغه څخه واټن ونیسو، ترڅو په هغه باندې قضاوت وکړو، مګر په هغه څیز پاندې د ښه پوهېدلو له پاره باید ښه یې احساس کړو، دا په هغه مسئله باندې د فرد د پوهېدو احساس دی . هغه ویل : تاسو له شوره ډکه نړۍ کې ژوند کوئ او دا غیر طبیعي شور د بشر له خوا را منځته شوی دی، ستاسو په حسونو باندې برید کوي او له تاسو څخه چوپتیا لرې کوي . انسان داسې روزل شوی، چې همېشه له سکوت څخه په تېښته کی دی . د ډیری خلکو په نظر یوازې اوسېدل یوازې یو خوب دی او د انسان ټولې ستونزې او بدمرغۍ له هماغه ځایه سر چینه اخلي او هغه نه شي کولای، چې په یوه کوټه کې یوازې کېني او خبرې وکړي .
مخکینې مطلب

کرکټ زموږ د وړتيا ښه بېلګه

بل مطلب

کابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / درېيمه ليکنه ـ لومړنۍ کړۍ

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com