س سيرت
اکثر به مو اوريدلي وي ، چې يو شمېر انسانان د زړه د حملې له امله ژوند د لاسه ورکوي، يا په ښاري ژبه چې د کومې کورنۍ غړي ومري او دا ستونزه ورپېښه شي ، بيا د دوستانو د پوښتنو په ځواب کې وايي ( سکته يی قلب بود ) ۵۰ کاله وړاندې د دې ناروغۍ تشخيص شوی و، په عام ولس کې دا مشهور نه و ، يوازې د طب په ډګر کې په دې مرض پوهنه وه ؛ خو په دې مرض اخته مريضان اوس زيات شوي دي ، چې د نړيوالې سروې له مخې په مرضونو اخته هر ۱۲مريض په زړه دحملي له امله مري د دې مرض نورې ستونزې هم شته ، چې د ټولو يادول يې ناشونی دي . اما لوی لامل يې د انسان د بدن چاغښت دی ، چې د چاغښت په د وران يې د انسان د زړه والونه خپل فعاليت له لاسه ورکوي.
اويا د دې مرض له امله د زړه د نورو برخو ترڅنګ اغيز کېږي ،چې په ناڅرګندو وختونو کې د عمر په تېرېدو سره دا مرض زياتوالی هم مومي .
طيب پوهانو په عادي درملنې سره د چارمغز (غزان ) او يا چې په نورو ژبو کې ورته آخروټ هم وايي که دورځې دوه ، که هره ورځ نه وي ، په اونۍ کې دوه چارمغز وخوړل شي ، په زړه د حملې مخه نيول کېدای شي.
چارمغز يې په وچه ميوه کې شمېرل کېږي ، هر موسم کې لاس ته راوړل کېږي . په چارمغز کې پروټين او وټامين دواړه شته چې دکلسټرول مخه نيسي .
دطب پوهان وايي چې د چارمغزو په استعمال سره ، نه يوازې دا چې د زړه د حملې مخه پرې نيول کېږي ؛ بلکې خوراک يې دبدن پوستکی نرموي ، د ماغ ته قوت ورکوي او ترټولو لويه ګته يې داده چې محصلينو او طالب العلمانو لپاره د بادام په څېر مرسته هم کوي.


















