ليکنه: عبدالباسط (حماس)
داچې نن صبا ولسي جرګې يا پارلمان ته د انتخاباتو لپاره په پراخه ډول تبليغات کيږي او ور سره ښه په درز کې آمادګيانې او کمپاينونه روان دي نو اګر چې ليکوال نه يم خو د زړه درد له امله مې و پتېيله چې يو څه پرې وليکم هيله کوم چې ګټور وي او استفاده ترې وشي.
لمړې بايد له هر څه مخکې پارلمان وپېژنو او بيا يې وڅېړو، پارلمان يا ولسي جرګه چې مجلس هم ورته وايي د يو ډيموکراتيک يا جمهوري نظام مقننه قوه يا د قانون جوړونې قوه ده چې د يو نظام لپاره قانون جوړول، تصويب کول او د هېواد د هر مهم کار لپاره برنامه جوړول او ديو کار تايد او رد وظيفه لري، د هر قوم اوسيمې څخه نماينده ګان کانديديږي، انتخابات دايريږي هر چاچې ډېرې رايې واخيستې، چوکۍ لاس ته راوړي، داچې څو چوکۍ لري دا بيا په هر هيواد کې فوق کوي.
اوس راځو د پارلمان تاريخي پس منظر ته :
پارلمان په لومړي ځل په فرانسه كې له ۱۷۸۹ ميلادي کال يا دفرانسې له لوی انقلاب څخه وروسته د دې لپاره رامنځ ته شو چې د دين او سياست اړيکې سره قطع کړي او له دين، مذهب او سماوي قانون څخه بغير په يو ډول وضعي قانون دانسانانو د ژوند فلسفه شروع کړي او د دې پواسطه الهي دين دانسان له روزمره ژوند څخه وباسي (دا چې دا کار يې ولې وکړ؟ دا جدا موضوع ده چې مخکې څېړل شوې ده) نو ځکه
شيخ ابو يحی تقبله الله پارلمان ته مجلس الارباب(د خدايانو مجلس) ويلي، او دا حقيقت دی چې دا د خدايانو مجلس دی ځکه په لاندې دلايلو:
- دوی چې هر څه و غواړي نو تايدوي او ردوي يې چې همدې ته د حل(حلال والي) او حرمت (حراموالي)مقاوم هم وايي لکه: که چيرې پارلمان کې اکثريت وغواړي چې همجنس بازي دې روا وي بيا د ايو قانون جوړيږي او حکومت به د سر په بيه دا قانون عملي کوي او دفاع به يې کوي ځکه دا بيا د يو هيواد قانون جوړيږي چې دا حقيقت مونږ په خپلو سترګو وليد چې اوس په نړۍ کې هلک له هلک او انجلۍ له انجلۍ سره په قانوني ډول واده کوي.
- د قانون دجوړولو حق يوازې الله ﷻ سره دی لکه چې فرمايي:(ان الحکم الا لله) د حاکميت او قانون جوړولو اختيار يوازې له الله سره دی او بس، نه داحق پيغمبر ته ورکول کيږي او نه هم بل هيڅ انسان ته، مګر نن پارلمان د مقننه قوې په نوم ياديږي چې کولای شي قانون جوړ کړي او دا واک لري چې هر څه يې زړه وغواړي قانون ترې جوړوي او ردوي يې هم، اوس نو راځو چې پيغمبر ته د دې حق نه ورکول کيږي چې حتی په يو کوچني مورد کې له ځانه قانون جوړ کړي بلکې د الله لخوا راغلی قانون به عملي کوي او که څوک د الله له قانون څخه د بل قانون څخه پيروي کوي او تطبيقوي يې هغه بې له شکه کافر دی، اللهﷻ فرمايي ( ومن لم يحکم بما انرل الله فأولئک هم الکافرون) او هر هغه څوک چې دالله ﷻ په قانون فيصله نه کوي هغه کافران دي ، که اوس څوک را پاڅيږي او دا قانون نه يوازې دا چې ماتوي بلکې په مقابل کې يې بل قانون جوړوي هغه بيا په کوم دليل مسلمان دی آيا تر اوسه په افغانستان کې (چې يو اسلامي هيواد دی ۹۹،۶ سلنه نفوس يې مسلمان دی او هر کس دې ته اماده دی چې د دين لپاره خپل سر ورکړي او دا يې په سلګونو ځلې ثابته کړې هم ده،) تر اوسه:. • د کوم غله لاس پرې شوی؟. • دکوم قطاع الطريق لاس او پښې قطع شوي؟. •. کوم زاني يا زناکار په دورو وهل شوی يا سنګسار شوی؟ • کوم شرابخور په دورو وهل شوی؟ ….. چې په اړه يې ښکاره قراني نصوص، دلايل او حکمونه موجود دي ،آيا دا د الله له قانون سر غړونه نه ده؟، آيا دا ولسي جرګه يا پارلمان ريښتيا هم د خدايانو مجلس نه دی ؟، چې دالله ﷻ قانون يې تر پښو لاندې کړی او په مقابل کې يې د ملګرو ملتونو کفري قانون تايد کړی.
- ولسي جرګه يا پارلمان په ديمو کراسي کې د ملا تير حيثيت لري او کوم صلاحيتونه چې لري ډيموکراسي ورکړي او داچې ډيموکراسي کفر دی که اسلام په دې اړه مې مخکې نشرات درلودلي دي او کولای شئ زما له فيسبوک پاڼې يې ولولئ يا هم لاندې کتابونه مطالعه کړئ:. ۱.فکري پوهنه : ليکوال :عبدالهادي مجاهد. ۲. الدموکراتية کفر بواح (ډيموکراسي ډاګيز کفر دی) ليکوال :الشيخ القرآن واحديث نصير احمد مدني :ژباړن: زاهدي احمدزی. او داسې نور مختلف کتابونه ، که څوک په دري پوهيږي نو کولای شي د مولوي عبدالهادي مجاهد د( درجنګ فکري با غرب ) کتاب مطالعه کړي. له دې مآخذونو کولای شئ هر ډول معلومات او داسلامي أمت د سترو مفتيانو فتوا گانې د استعمار، استشراق، ديموکراسي، نشنليزم او پارلمان په اړه لاسته راوړئ.
- شهيد سيد قطب رح وايي : که څوک د پيغمبرۍ دعوه وکړي نو ټول مسلمانان به په مقابل کې را پورته شي مګر نن صبا د پارلمان په نوم يوې ډلې د خدايۍ دعوه کړې خو هغه په داسې انداز چې حتی خپله هم پرې نه پوهيږي دوی د استعمار، فکري جګړې او سيکولريزم څخه دومره متأثر شوي دي چې خپل اصليت او قانون ورڅخه هير دی هر څه چې غرب او غربي نړۍ يې ورته وايي تايدوي يې که هغه په هره برخه کې وي که د حاکميت موضوع وي که د بل هرڅه ځکه د دوی قانون پوهانو د غرب لارډ ميکالن انګريزي قانون لوستی دی. ښه مثال يې په افغانستان کې د اشغال د ادامې لپاره د امريکا سره د امنيتي تړون په نامه امريکايانو ته د افغانستان ټول واک ورسپارل دي چې پارلمان په قاطع اکثريت مثبته رايه ورکړه او که راشو د دې تړون مادې وګورو، په خپله امريکا کې دامريکا متحده آيالاتو مرکزي حکومت يا واشنگټن ته دومره صلاحيت نه دی ورکړی لکه افغانستان چې ورکړی دی،اما برعکس پارلمان بغير له دې چې په دې مادو فکر وکړي د غلامۍ حلقې دومره کلک را نيولي وو چې مثبته رايه يې ورکړه او افغانستان اوس په قانوني ډول اشغال شو.
- هر څوک کولای شي پارلمان يا په مقننه(قانون جوړونۍ مرکز) ته ځان کانديد کړي که هغه مسلمان وي کافر هيڅ مشکل نه لري، مثلا که يو هندو ځان کانديد کړي او رايه وګټي هغه به هم ورته قانون جوړوي، همدارنګه د رايې ورکولو اختيار هم له هر چا سره شته هر څوک که په هر دين وي اوکه هر څومره لوېدلي اخلاق ولري د رايې حق لري، مولوي صاحب هم ديوې رايي حق لري او چرسي صاحب هم، مسلمان او هندو مساوي يو شان د رايې حق لري، حال دا چې اسلام د زعيم دټاکلو لپاره چاته اختيار ورکړی، هغه بايد کوم شرايط ولري؟ عالم وي تقوی دار وي، عاقل، بالغ او تجربې خاوند وي او داسې نور شرايط، نو ويلی شو د دې او نورو ټولو دلايلو (که څوک يې غواړي مسنجر کې دي مسج را ته پرېږدئ) دا انتخابات هم حرام دي .
- پارلمان کې د ښځو شتون هغه هم بې حجابه هر څوک که دا ثابتولی شي چې په اسلام کې اول داچې ښځه په نارينه وو حاکمه وي او سياست ته دې راشي الله ﷻ فرمايي (الرجال قوامون علی النساء) نارينه پر ښځو مسلط دي او بل د ښځې او سیاست په اړه د رسول ﷺ حکم او فيصله په لاندې حديث کې:
ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې یو ځل د مجاهدینو یو لښکر له جګړې او جهاد څخه فاتح او کامياب را ستون شو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم لېږلی وو، د خپل نصرت او فتحې خبر یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کړ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه د فتحې د لاملونو او د دښمن په اړه معلومات وغوښتل، د جنګ قومندان د جنګ ټول حالات ورته بیان کړل او ورته ویې ویل: د کافرانو د لښکرو مشره ښځه وه، د دې خبرې په اورېدو سره نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: (هلکت الرجال حین اطاعة النساء
ژباړه: کله چې سړي د ښځو اطاعت او مشرتابه قبول کړ نو خامخا هلاک او تبا کیږي.)
(متفق علیه)
اوس نو د ډیموکراټیک یا ماډرن اسلام پر مخ وړونکي او منوونکي دومره له کفارو څخه متأثره شوي دي چې ښځو ته یې دا اجازه ورکړه تر څو د سیاست میدان ته را ودانګي او دوهم دا چې ښځه دې پارلمان کې له نارينه وو سره يوځای کېني آيا دا جايز دي؟ اللهﷻ په دې اړه ويلي چې بدون له ضرورته له کور نه وتل ورته حرام دي او بې حجابه خو سره له اشد ضرورت سره هم اجازه نه لري حتی د ښځې اواز هم عورت کې راځي دا خو لا لرې ده چې پارلمان ته دې راشي او رهبري دې ولري ځکه دوی ناقص العقله دي (دا په دې معنی نه چې ښځه په اسلام کې ارزښت نه لري کوم حقوق چې اسلام ښځې ته ورکړي نه ډيموکراسي ورکړي او نه بل هيچا. اونه به يې تر قيامته پورې څوک ورکړي، لکه: ميراث، مهر کې هم حق لري او هيڅ ډول مسؤليت هم نه لري لکه د اولاد نفقه او مصرف) اوس نو څوک دي چې دليل راوړي او دا دې حق ثابته کړي. چی دا پارلمان جايز وي او انتخابات دې ورته روا وي
بل داچې دې پارلمان د ملت د خير خواهۍ لپاره کوم کارکړی؟ دا وکيلان چې په هره سيمه وي بغير له غصب، ظلم، چور او تالان څخه بل کار نه کوي د تراب صيب په وينا چې د افغانستان د بدبختۍ ور دې وکيلانو خلاص کړی او د بل په لار او دبل نوکر پارلمان دی او هر څه چې يې له وسې پوره شي کوي يې
نو هيله کوم چې هيچا ته مه رايه ورکوئ او نه په انتخاباتو کې ځان لتاړ کړئ. ولو که هر څومره نيک انسان هم وي ځکه له ډيموکراتيکې لارې داسلام حاکمول ناشوني هم دي او حرام هم او که انسان بد وي نو بيا خو دلته توجه ته ضرورت نشته د دوی ټولې وعدې دروغ دي دا د بل چا خلک دي او بل ته کار هم کوي دوی په پارلمان کې نشنلزم يا قوم پرستي او ملت پالنې ته د پرديو په اشاره په پراخ ډول کار کوي او هغه صلاحيت پواسطه چې قانون ورکړی د دې له لارې د هيواد اسلامي خاوره په غربي رنګ رنګول غواړي …
وما علينا الالبلاغ


















