د بې نظیرې زوی: عمران خان نشي کولای، پاکستان له عذابه خلاص کړي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۹غوایي، ۱۳۹۸)

د بې نظیرې زوی او په پاکستان کې د پیپلز کوند مشر بلاول بوټو د عمران خان له مخکښو مخالفینو څخه شمیرل کیږي او له کومه وخته چې عمران خان لومړی وزیر شوی، د نوموړي تر سختو  نیوکو لاندې دی.

بوټو اوس تازه د عمران خان په ضد څرګندونو کې ویلي چې دی نشي کولای ترڅو پاکستان له عذابه خلاص کړي.

د بوټو په وینا چې پاکستان له سخت اقتصادي کړاو او حالت سره مخ شوی دی.

بلاول بوټو د پاکستان له نورو ګوندونو څخه غوښتي چې سره یو ځای شي او پاکستان له دې حالته وباسي.

ډان ورځپاڼې ویلي چې بلاول بوټو په هڅه کې دی ترڅو د عمران خان په ضد نور سیاستوال سره راټول کړي او په ګډه یوه حللاره ولټوي.

د سرچینې په وینا چې تیر ماښام هم د بلاول بوټو په کور کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو غونډه ترسره شوې خو بوټو وایي چې دې ناستې کومه رسمه بڼه نه لرله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button