کندهار: وسلوالو د ملاصاحب د سرای یو کارکوونکی وواژه

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۹غوایي، ۱۳۹۸)
د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې وسلوالو د ملاصاحب د سرای یو تن کارکونکی وژلی دی.
پیښه شیبه مخکې رامنځته شوې ده.
سیمییز خبریال صدیق الله افغان پیښه تائید کړې او د وژل شوي کس نوم یې عبدالهادي ښودلی دی.
افغان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ” شیبه مخکي وسله والو د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د ګاډیانو په کوڅه کي د عبدالهادي په نوم د ملا صاحب د سرای یو کارکوونکی ویشتلی او وژلی دی.”
د دې کس د وژلو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی او نه هم تر اوسه د عبدالهادي د هویت په اړه بشپړ مالومات ترلاسه شوي دي.
کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هدفي وژنې پکې نسبتاً زیاتې ترسره کیږي.
څو ورځې وړاندې هم د کندهار په ښار کې د ملاصاحب د سرای یا صفر درې قطعې یو مهم افسر ووژل شو چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه واخست.



