څارنوال حشمت عبیدی
د رمضان وروستۍ لس ورځې په حقیقت کې د دې میاشتې د نتیجه ګیرۍ ورځې دي چې باید د ټولې میاشتې حاصلات پکې راغونډ کړل شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو، تابعینو او د اسلام نورو سترو دیني عالمانو د رمضان وروستیو لسو ورځو ته په ځانګړي اهمیت باندې قائل وو او د ټولو دا هڅه وه چې دا لس ورځې د الله په عبادت، ذکر او طاعت باندې تیري کړي.
د مسلمانانو مور عایشې رضی الله عنها فرمایلي دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې د نورو ورځو په پرتله په عبادت کې ډیر زیار ویست، نو په دې اساس د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې د مسلمانانو تر ټولو مهم وظایف د الله تعالی ډیر عبادت کول دي.
همدا راز عائشې رضی الله عنها فرمایلي دی: کله به چې د رمضان وروستۍ لس ورځې داخلېدې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د عبادت لپاره زیات تیاری نیوو، او ټولې شپې به یې په عبادت تیرولې، او خپل فامیل او کورنۍ به یې هم د شپې ویښ پاتې کیدا او عبادت کولو ته تشویقول.
هغه عبادتونه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان په ورستیو لسو ورځو کې ترسره کول دا وو چې:
د شپې پاڅيدل او تهجد لمونځ کول
د قرآن کریم تلاوت
استغفار ویل او له الله تعالی نه بخښنه غوښتل
مسنونه اذکار چې خورا زیات ډولونه دي
ځان او خپلې کورنۍ ته دعاوې کول
خپلو دوستانو ته دعاوې کول
ټولو مسلمانانو ته دعاوې کول په ځانګړې توګه هغو مسلمانانو ته دعا کول چې د ظلم او شکنجو لاندې شپې ورځې تیروي.
د قدر شپې د فضیلت او ثواب د ترلاسه کولو هڅه کول چې ځکه چې په دې شپه عبادت کول د 80 کلونو د عبادت نه زیات اجر لري، او دا ډول شپه هر وخت نه ترلاسه کیږي، مسلمان باید دې ته متوجه وي چې: لیلة القدر خیر من الف شهر، یعنی د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی چې د قدر شپې د موندلو لپاره په تاقو شپو کې هڅه وکړئو یعنې 23، 25، 27،29،شپې، او په 27مه شپه یې احتمال تر ټولو زیات دی.
په یوه صحیح حدیث کې شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی: څوک چې د قدر په شپه په ایماندارۍ او اخلاص سره عبادت وکړي خدای تعالی به یې پخواني ټول ګناهونه وبخښي.
د اعتکاف کولو لپاره هڅه کول، او د عبادت په موخه له میرمنې سره له ملاستې نه واټن اخیستل، ځکه چې عائشه رضی الله عنها په صحیح متفق علیه حدیث کې فرمایلي دی: کله به چې د رمضان وروستۍ لس ورځې داخلې شوې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د عبادت لپاره اماده کیدو، او له همبسترۍ نه به یې ځان ساته، او د عبادت لپاره به د شپې پاڅیدو، او خپله کورنۍ به یې هم تشویقوله.
د کورنۍ او دوستانو او خپلوانو تشویقول څو په دغو وروستیو لسو ورځو او شپو کې زیات عبادت وکړي، او هغوی ته د تهجد، تلاوت، ذکر، دعا او د خیر د کارونو فضائیل بیانول، مسلمان باید هڅه وکړي څو یواځې پر خپل عبادت اکتفاء ونکړي بلکې یو زیات شمیر خلک له ځان سره ملګري کړي څو په اجر او ثواب کې شریک شي، او د نورو د هدایت سبب وګرځي، ځکه مسلمان چې د ځان لپاره څه خوښوي باید د نورو مسلمانو ورڼو لپاره یې هم خوښ کړي.

















