کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۳۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې د ژمي له موسم وروسته هېواد ته د کډوالو بېرته راتګ پيل شوی دی او هره ورځ سلګونه کسان بېرته له پاکستان او ایران خپل هېواد ته را ستنېږي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه تر څه باندې ۱۶۷زره افغان کډوال له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي.
تر ډېره دغه کډوال له ایران خپل هېواد ته راګرځي. تېره اونۍ هم په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې هره ورځ تر زرو پورې کسان له ایران افغانستان ته راځي.
وروسته له دې چې پر ایران د امریکا بندیزونه ډېر شول، نو هلته د افغان کډوالو د ژوند وضعیت هم خراب شو، چې ورسره جوخت ډېرو یې بېرته هېواد ته مخه کړه.
ویل کېږي چې له ایران د کډوالو د راستنېدو لړۍ به نوره هم چټکه شي.
څو ورځې وړاندې ایران ګواښ وکړ چې په ډلییز ډول به افغان کډوال له خپل هېواد څخه وباسي، خو دکډوالو وزارت په دې اړه توند غبرګون وښود، اوایران یې تورن کړ چې دسختۍ پرمهال دکډوالو مسئلې ته سیاسي رنګ ورکوي.

















