(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غوایی ۳۱)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت “یوناما” پخواني مشر کای آی ډي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې افغانان په هرڅه کې سره جنجالونه کوي، دوی به کله متحد کيږي.
هغه په ولسي جرګه کې د مشرۍ پر سر راپورته شويو جنجالونو ته هم اشاره کړې او د انديښنې په څرګندولو سره يې ويلي، چې افغانانو په تيرو انتخاباتو هم جنجالونه لرل او راتلونکي انتخابات يې هم له اختلافاتو ډک دي.
دغه راز کای آی دي په ملي شورا کې د مشرۍ پر سر جنجال ته هم اشاره کړې چې لا هم پکې جنجالونه روان دي زياتوي چې بالاخره افغانان په هره برخه کې خپلو کې جنجالونه لري.
هغه وايي، کومه ورځ به وي چې افغانان خپلو کې سره یو موټی شي او د افغان سولې پروسې لپاره کار وکړي.
کای آی دي، د قطر د بين الافغاني غونډې د لغوه کيدو پر وخت هم افغانانو ته پيغور ورکړی و چې په هرڅه کې يې اختلافات وي ځکه يې له کبله یاده غونډه هم لغوه شوه.















