راپورتاژ: عبدالرحمن
له کله نه چې امريکا د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه وتلې له هغې ورځې راهيسې د امريکا او ايران اړيکې ترينګلې شوي دي.
امريکا پر ايران څو پړاويز بنديزونه ولګول خو له تيرې څه مودې راهيسې د بنديزونو دغه لړۍ یو بل ته تر ګواښونو ورسيده.
د امریکا او ایران ترمینځ د اټومي مسلې په سر حالات ترینګلي شول چې امریکا فارس خلیج ته د بي ۵۲ په شمول درنې وسلې هم واستولې.
که څه هم په لومړيو کې د دواړو هيوادونو لوړپوړيو چارواکو د جګړې د نه پيښېدو څرګندونې کولې خو د شنونکو په باور د یو بل پر وړاندې کوچني اقدامات هم دغه جګړه رامنځته کولای شي.
د تيرې یکشنبې په ورځ د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ (که ايران جګړه غواړي نو دا به د ایران د رسمي ختمولو په معنا وي، هيڅکله بیا امريکا ونه ګواښئ).
ټرمپ وروسته له هغې دغه ګواښ وکړ چې په عراق کې د امریکا سفارت په يو کيلومترۍ کې تر ټولو په امن ځای (ګرين زون) کې توغوندي ولګيدل خو کوم زیان يې نه دی رامنځته کړی، امریکا ويلي چې دغه بريد جدي نيسي او که ایران سره تړاو ولري نو ځواب به يې ورکړي.
د ټرمپ دغه ګواښ ته د ایران د بهرنيو چارو وزير توند غبرګون ښودلی او په خپله ټويټرپاڼه يې ليکلي، چې هيڅکله ايرانيان مه تهديدوئ بلکې د درناوي کوښښ وکړئ چې نتيجه ورکوي زياتوي “ايرانيان له پيړیو راهيسې د یرغلګرو پر وړاندې ولاړ دي. اقتصادي ترورېزم او ټولوژونکي پيغورونه به ايران ته د پای ټکی نهږدي.”
په عين حال کې امريکايي ځواکونو ته د تيارسۍ امر شوی، په عراق کې د امريکا د سفارت کارکوونکو ته هم امر شوی چې عراق پريږدي.
د پارس خبري اژانس ليکلي، چې د برتانيې ځانګړي ځواکونه هم په فارس خليج کې د ایران ضد امريکايي ځواکونو سره يوځای شوي دي.
تر اوسه برتانيې د خپلو ځواکونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د بهرنيو چارو وزير جرمي هانټ ایران ته په تازه پيغام کې ويلي، چې د امریکا اراده له پامه ونه غورزوي، له ایرانه يې غوښتي چې د نا ارامۍ رامنځته کيدونکو فعاليتونو لاس په سر شي زياتوي ” دوی کړکېچ نه غواړي او نه هم له ايران سره جګړه غواړي خو که پر امريکايي ګټو حمله وشوه، دوی به ورته ځواب ووايي.”
وروسته له هغې چې د امریکا او ايران اړيکې لا ترينګلې شوې، په متحده عربي اماراتو کې تجارتي بيړۍ او سعودي کې پر تيلو سټيش بریدونو لاندې راتلو وروسته سعودي عربستان هم وړمه ورځ پر سعودي او اماراتو د ممکنه حملې خبرداری ورکړ.
سعودي د دغه حملو د مخنيوي په موخه دوه سرمشريزې راغوښتي چې د خليج همکاريو شورا او عربي هيوادونو تر منځ به ناسته کيږي او یو بل سره به د امنيت په برخه کې هماهنګي زياتوي.
سعودي وايي، دغه بريد د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي مليشو ترسره کړي خو ايران وايي د تیلو په بیړیو برید هغوي کوي، چې غواړي په ایران برید ته بهانه جوړه کړي.
په عين حال کې په امریکا کې ديموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ايران له خوا امريکا ته د ورپيښو خطرونو په باره کې دې توضيحات ورکړل شي.
په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان پخوانی سفير اصف درانی په دې باور دی چې د امريکا او ایران وروستي ګواښونه، له عراقه د امریکايي ديپلوماتانو وتل او ځينې نور اقدامات د دې ښکارندويي کوي چې دغه جګړه پيښېدونکې ده.
په امریکا او افغانستان کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه ډاکټر عالم پایان بيا په دې عقيده دی، چې امریکايي ولسمشر ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير پمپيو او د ملي امنيت مشر يې جان بولټن د ایران سخت مخالف دي او غواړی په جګړه کې يې ښکيل کړي خو په وينا يې د ټرمپ په اداره کې ځينې مبصرين شته چې د دغه تاوتريخوالو راکمولو غوښتونکي دي.















