کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په افغان جګړه کې دامریکا په شکست ډېرو رسنیو اعتراف وکړ، خو داځل په دې جګړې کې یو پاتې شوي امریکايي پوځي هم دامربکا روانه پالیسي ناکامه بللې، اوددې قضیې سیاسي حل یې دبحران ختمېدا ګڼلې.
پخواني امریکایي پوځي چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان جګړه د بمونو او ګولیو پر مټ د ګټلو نه ده.
د امریکایي سټار انډ سټرایپزنشریې په یوه مطلب کې د یوه پخواني امريکايي پوځې له خولې چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی لیکل شوي، چې د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې روان مذاکرات دي.
په مطلب کې راځي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو خونړۍ او اوږده جګړه شوه نو ځکه یې اړتیا ده چې پای ته ورسول شي.
سرچینه کاږي بمونه او ګولۍ په افغانستان کې روانه جګړه یوازې اوږدولی شي او په کمولو کې یې ونډه نه شي اخیستی.
تردې وړاندې واشنګټن پوسټ اونورو وتلیو ورځپاڼو هم داجګړه دامریکا لخوا دویتنام ناکامه تجربه بللې وه، او دعاجلې حل لارې درامنځته کېدا غوښتنه یې کړې وه.















